د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارك ټونر ويلي، هېواد يې له هند او افغانستان سره په ګډه د ترهګرۍ ضد ګامونه پورته كوي.
مارک ټونر يو خبري كنفرانس ته وویل، چې د امریکا، هند او افغانستان تر منځ نږدې اړیکې ټینګې دي او د سیمې له یو شمېر هیوادونو یې وغوښتل، چې خپلو ګاونډیو هیوادونو ته د ترهګرو له استولو لاس واخلي.
نوموړي په ورته وخت کې دا هم وویل، چې پاکستان سره به هم په دې اړه کار وکړي، تر څو ترهګري له سیمې پاکه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل،چې د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړي او افغانستان ته د ترهګرو د اوښتو مخه دې ونیسي.