ads

كندوز كې د كومانډو ځواكونو عمليات، ۱۵ طالبان مړه، ۸ ټپيان

د کندوز ولایت امنیتي چارواکي وایي، په يو لړ عملیاتو کې یې ۲۳ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده د کندز ولایت امنیه قومناندان پاسوال محمد قسیم جنګل باغ کلید ته وویل تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د كندوز ښار اړوند حضرت سلطان سيمې ته د کمانډو ځانګړي ځواکونه ورغلي او له […]

نویسنده: TKG
9 چنګاښ 1395
كندوز كې د كومانډو ځواكونو عمليات، ۱۵ طالبان مړه، ۸ ټپيان

د کندوز ولایت امنیتي چارواکي وایي، په يو لړ عملیاتو کې یې ۲۳ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د کندز ولایت امنیه قومناندان پاسوال محمد قسیم جنګل باغ کلید ته وویل تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د كندوز ښار اړوند حضرت سلطان سيمې ته د کمانډو ځانګړي ځواکونه ورغلي او له وسله والو طالبانو سره یې نښته کړې ده.
امنیه قومندان زیاته کړه چې په یاده نښتو کې د وسله والو طالبانو ۱۵ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د کندوز ولایت امنیه قومندان زیاته کړه، په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو لوړ پوړي قومندانان هم شامل دي. د کندوز ولایت امنیتي چارواکي وایي، په يو لړ عملیاتو کې یې ۲۳ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د کندز ولایت امنیه قومناندان پاسوال محمد قسیم جنګل باغ کلید ته وویل تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د كندوز ښار اړوند حضرت سلطان سيمې ته د کمانډو ځانګړي ځواکونه ورغلي او له وسله والو طالبانو سره یې نښته کړې ده.
امنیه قومندان زیاته کړه چې په یاده نښتو کې د وسله والو طالبانو ۱۵ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د کندوز ولایت امنیه قومندان زیاته کړه، په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو لوړ پوړي قومندانان هم شامل دي.
د یادونې وړ ده چې حضرت سلطان د کندوز ښار په ۷ کیلو مترۍ کې پرته سیمه ده چې وسله وال طالبان په کې فعاله شتون لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA