د كندوز ځايي اوسېدونكي له نا امنیو سرټکوي او په دولت باندې نیوکه کوي چې د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلی دی،
د كندوز ښاریان وایي، دولت خپله په لوی لاس نه غواړي چې په كندوز کې امنیت راشي، بلكې تل د وسله والو طالبانو په وړاندې نمایشي عملیات کوي او هیڅکله یې د كندوز د پاکولو اراده نه ده کړې.
د كندوز ولایت یو شمیر مدني فعالان هم د كندوز امنیتي حالاتو ته په کتو سره وایي چې وسله وال طالبان تر پخوا ډیر قوي شوي دي.
مدني فعال نقیب الله رحمان شمسزی وايي، وسله وال طالبان هره بله ورځ كندوز ښار ته د نږدې كېدو په حالت كې دي او كه يې مخه ونه نيول شي بيا به يې كنټرول لويه قرباني وغواړي.

يو بل مدني فعال هدايت الله زيارمل هم دا خبره تاييدوي او وايي كه چېرته د وسله والو طالبانو پر ضد جدي عمليات ونه شي او مخه يې ونه نيول شي كندوز به په راتلونكي كې د دولت لپاره ډېر لوى سرخوږى وي.
د كندوز د ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي هم په كندوز كې امنيتي وضعيت اندېښمن كړى او وايي، د وسله والو پر وړاندې د دولتي ځواكونو عمليات ناكام دي.
امرالدین ولي نيوكه وكړه د دولت په عملياتو كې ډېر ځله د وسله والو طالبانو پر ځاى ملكي خلكو ته تلفات اوړي.
خو د كندوز ولایت امنیه قومندان پاسوال محمد قسیم جنګل باغ د كندوز ولایت امنیتي حالات د ډاډ وړ بولي او وایي، ډېر ژر به په كندوز کې د وسله والو طالبانو پر ضد لوی چاڼیز عملیات پيل شي.
ګل تپه ، حضرت سلطان او خزاني هغه سیمې دي چې د كندوز ښار ته په ۴ کیلو مترۍ او اووه كېلو مترۍ کې پرتې دي خو وسله وال طالبان په کې فعاله شتون لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ