ads

غني: د استانبول بريد غندم، د ترهګرۍ پر ضد ګډې مبارزې ته اړتيا ده

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې ترهګري د سيمې او نړۍ د هېوادونو د امنيت او ثبات په وړاندې لوى تهديد دى او بايد د دې شومې پديدې په ضد د نړۍ د ټولو هېوادونو له خوا ګډه مبارزه وشي.نوموړي دا څرګندونې د استانبول پر نړيوال هوايي ډګر د بريد د غندنې په مهال […]

نویسنده: TKG
9 چنګاښ 1395
غني: د استانبول بريد غندم، د ترهګرۍ پر ضد ګډې مبارزې ته اړتيا ده

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې ترهګري د سيمې او نړۍ د هېوادونو د امنيت او ثبات په وړاندې لوى تهديد دى او بايد د دې شومې پديدې په ضد د نړۍ د ټولو هېوادونو له خوا ګډه مبارزه وشي.
نوموړي دا څرګندونې د استانبول پر نړيوال هوايي ډګر د بريد د غندنې په مهال كړې دي.
ترکي چارواکي وايي، د استانبول ښار پر اتاترک نړيوال هوايي ډګر ځانمرګو بريدونو او ډزو لږ تر لږه ۳۶ تنه وژلي او تر ۱۴۰ زيات نور يې ټپيان کړي دي.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس غني د ياد بريد له كبله سخت خواشينى شو.
د هغه په وينا، افغانان تر نورو د ترکيې د خلکو درد او رنځ زيات درک کولى شو، ځکه له کلونو راهيسې دوى د ترهګريزو بريدونو قربانيان دي. جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې ترهګري د سيمې او نړۍ د هېوادونو د امنيت او ثبات په وړاندې لوى تهديد دى او بايد د دې شومې پديدې په ضد د نړۍ د ټولو هېوادونو له خوا ګډه مبارزه وشي.
نوموړي دا څرګندونې د استانبول پر نړيوال هوايي ډګر د بريد د غندنې په مهال كړې دي.
ترکي چارواکي وايي، د استانبول ښار پر اتاترک نړيوال هوايي ډګر ځانمرګو بريدونو او ډزو لږ تر لږه ۳۶ تنه وژلي او تر ۱۴۰ زيات نور يې ټپيان کړي دي.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس غني د ياد بريد له كبله سخت خواشينى شو.
د هغه په وينا، افغانان تر نورو د ترکيې د خلکو درد او رنځ زيات درک کولى شو، ځکه له کلونو راهيسې دوى د ترهګريزو بريدونو قربانيان دي.
بلخوا اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم دغه بريد غندلى، تروريستي او وحشيانه يې بللى دى.
نوموړي ويلي، چې نړۍ دا مهال د تروريزم او افراطيت له ګډ ګواښ سره مخ ده او پکاره، چې د دغې پديدې په وړاندې ګډه مبارزه وشي.
د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما، د ملګرو ملتونو سرمنشي بان كي مون، د پاكستان لومړي وزير نواز شريف او يو شمېر نورو مشرانو هم دغه بريد په كلكه غندلى دى.
که څه هم تراوسه د ياد بريد مسووليت چا نه دی منلی، خو ترکي چارواكي وايي، ګومان کوي چې داعش وسله والې ډلې به كړى وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA