ads

عمر زاخېلوال له عمران خان سره د افغان كډوالو پر ستونزو غږېدلى

په پاكستان كې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، افغان كډوال بايد د دواړو هېوادونو د عمومي اړيکو د ښكته پورته والي قرباني ونه ګرځي او په تصادفي ‌‌‌‌‌‌ډول بې له کوم جرمه په ‌‌‌‌‌‌ډله ييزه توګه ونه ځورول شي.نوموړي دا څرګندونې تېر مازيګر د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان سره […]

نویسنده: TKG
9 چنګاښ 1395
عمر زاخېلوال له عمران خان سره د افغان كډوالو پر ستونزو غږېدلى

په پاكستان كې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، افغان كډوال بايد د دواړو هېوادونو د عمومي اړيکو د ښكته پورته والي قرباني ونه ګرځي او په تصادفي ‌‌‌‌‌‌ډول بې له کوم جرمه په ‌‌‌‌‌‌ډله ييزه توګه ونه ځورول شي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازيګر د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان سره د ليدنې په مهال وكړې.
زاخېلوال له عمران خان څخه وغوښتل، چې په خيبر پښتونخوا کې خپل حکومت ته لارښوونه وکړي، ترڅو له افغان كډ‌والو سره د احترام او انساني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې برخورد وکړي. په پاكستان كې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، افغان كډوال بايد د دواړو هېوادونو د عمومي اړيکو د ښكته پورته والي قرباني ونه ګرځي او په تصادفي ‌‌‌‌‌‌ډول بې له کوم جرمه په ‌‌‌‌‌‌ډله ييزه توګه ونه ځورول شي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازيګر د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان سره د ليدنې په مهال وكړې.
زاخېلوال له عمران خان څخه وغوښتل، چې په خيبر پښتونخوا کې خپل حکومت ته لارښوونه وکړي، ترڅو له افغان كډ‌والو سره د احترام او انساني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې برخورد وکړي.
عمران خان په دې ليدنه كې له افغان كډوالو سره پر ناوړه چلند خواشيني څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه، چې د پښتونخوا اعلى وزير او د پوليسو مشر سره به اړيکې ونيسي، ترڅو په سمدستي توګه له افغان كډوالو سره خپل چلند سم کړي.
دا په داسې حال كې ده، چې پاكستاني پوليسو په دې وروستيو څو ورځو كې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو كې له دوه زرو زيات افغان كډوال نيولي دي.
په ورته وخت كې د پاكستان مرکزي حکومت پرېكړه كړې، چې راجستر شوي افغان کډوال دوه کاله نور هم په پاکستان کې اوسېدای شي، خو ناراجستر شوي بايد وايستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA