ads

سرې مياشتې ټولنې د كوټ ۱۵۰ جګړه ځپلو كورنيو سره مرسته وكړه

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د سرې مياشتې مياشتې لخوا د کوټ ولسوالۍ له بیځایه شويو یو سل او پنځوس کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پانه کې ویل شوې، د کوټ ولسوالۍ له وروستۍ جګړې څخه را […]

نویسنده: TKG
9 چنګاښ 1395
سرې مياشتې ټولنې د كوټ ۱۵۰ جګړه ځپلو كورنيو سره مرسته وكړه

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د سرې مياشتې مياشتې لخوا د کوټ ولسوالۍ له بیځایه شويو یو سل او پنځوس کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پانه کې ویل شوې، د کوټ ولسوالۍ له وروستۍ جګړې څخه را بې ځایه شويو ۱۵۰ کورنیو سره د سرې میاشتې ریاست له لوري خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته يې ويشلې ده.
سرچینه وایي، په دغو مرسته شويو توکو کې خېمې، غوړي، اوړه، وريجې، چای، بوره، کمپلې، لباسونه، ترپالونه او د اشپز خانې ټول وسايل شامل دي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د سرې مياشتې مياشتې لخوا د کوټ ولسوالۍ له بیځایه شويو یو سل او پنځوس کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پانه کې ویل شوې، د کوټ ولسوالۍ له وروستۍ جګړې څخه را بې ځایه شويو ۱۵۰ کورنیو سره د سرې میاشتې ریاست له لوري خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته يې ويشلې ده.
سرچینه وایي، په دغو مرسته شويو توکو کې خېمې، غوړي، اوړه، وريجې، چای، بوره، کمپلې، لباسونه، ترپالونه او د اشپز خانې ټول وسايل شامل دي.
په خبرپاڼه کې د افغانستان سرې میاشتې سرپرست رئیس محمد ظاهر وليزاده له قوله ویل شوي، ننګرهار ولايت ته یې د امنيت شورا په لارښوونه سفر کړی، چې د کوټ ولسوالۍ جنګ ځپلو خلکو سره  خپلې مرستې ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA