د تركيې صدراعظم علي يلدرم وايي، هېواد يې حاضر دى چې روسيې ته د راغورځول شوې جنګي الوتكې تاوان وركړي.
تركيې د تېر ۲۰۱۵ كال په نوامبر كې د روسيې يوه پوځي الوتكه له دې كبله وويشته چې تركيې ويل، د سرحدي اصولو خلاف د دوى خاورې ته ننوتې وه.
د دې الوتكې له راغورځولو وروسته د روسيې او تركيې اړيكې خورا خرابې شوې او د يوې جګړې خطر يې رامنځته كړ.
اوس په داسې حال كې چې نن يا سبا پنجشنبه د تركيې جمهور رئيس طيب اردوغان له پوټين سره ويني، دغې ليدنې ته په اشاره صدراعظم يلدرم ويلي، داسې امكانات شته چې له دغې ليدنې سره د دواړو هېوادونو تر منځ ترينګلي حالات بېرته نرم شي. د تركيې صدراعظم علي يلدرم وايي، هېواد يې حاضر دى چې روسيې ته د راغورځول شوې جنګي الوتكې تاوان وركړي.
تركيې د تېر ۲۰۱۵ كال په نوامبر كې د روسيې يوه پوځي الوتكه له دې كبله وويشته چې تركيې ويل، د سرحدي اصولو خلاف د دوى خاورې ته ننوتې وه.
د دې الوتكې له راغورځولو وروسته د روسيې او تركيې اړيكې خورا خرابې شوې او د يوې جګړې خطر يې رامنځته كړ.
اوس په داسې حال كې چې نن يا سبا پنجشنبه د تركيې جمهور رئيس طيب اردوغان له پوټين سره ويني، دغې ليدنې ته په اشاره صدراعظم يلدرم ويلي، داسې امكانات شته چې له دغې ليدنې سره د دواړو هېوادونو تر منځ ترينګلي حالات بېرته نرم شي.
څو ورځې وړاندې د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان له مسكو نه د دوى د جنګي الوتكې د راغورځولو له كبله بخښنه هم غوښتې وه.


