ads

يمن كې پرله پسې څلور ځانمرګي بريدونه، ۳۸ مړه، لسګونه ټپيان

رپوټونه وايي، په يمن کې د حکومتي سرتېرو پر مرکزونو څلورو پرله پسې ځانمرګو بريدونو کې ۳۸ کسان وژل شوي دي.دغه بريدونه د يمن جنوب ختيځ ښار مکلا کې شوي، په وژل شويو كې ۱۷ امنيتي سرتېري شامل دي او يو شمېر نور كسان ټپيان شوي هم دي.مکلا ساحلي ښار په حضرالموت ولايت کې موقعيت […]

نویسنده: TKG
8 چنګاښ 1395
يمن كې پرله پسې څلور ځانمرګي بريدونه، ۳۸ مړه، لسګونه ټپيان

رپوټونه وايي، په يمن کې د حکومتي سرتېرو پر مرکزونو څلورو پرله پسې ځانمرګو بريدونو کې ۳۸ کسان وژل شوي دي.
دغه بريدونه د يمن جنوب ختيځ ښار مکلا کې شوي، په وژل شويو كې ۱۷ امنيتي سرتېري شامل دي او يو شمېر نور كسان ټپيان شوي هم دي.
مکلا ساحلي ښار په حضرالموت ولايت کې موقعيت لري.
بريدونه هغه مهال شوي، چې نظامي مرکزونو کې حکومتي ځواکونو روژه ماتى کاوه.
ځايي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې څلورم بريد د پوځيانو د يو کمپ داخل کې شوى. رپوټونه وايي، په يمن کې د حکومتي سرتېرو پر مرکزونو څلورو پرله پسې ځانمرګو بريدونو کې ۳۸ کسان وژل شوي دي.
دغه بريدونه د يمن جنوب ختيځ ښار مکلا کې شوي، په وژل شويو كې ۱۷ امنيتي سرتېري شامل دي او يو شمېر نور كسان ټپيان شوي هم دي.
مکلا ساحلي ښار په حضرالموت ولايت کې موقعيت لري.
بريدونه هغه مهال شوي، چې نظامي مرکزونو کې حکومتي ځواکونو روژه ماتى کاوه.
ځايي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې څلورم بريد د پوځيانو د يو کمپ داخل کې شوى.
بايد ياده شي، چې مکلا ښار حکومتي ځواکونو په اپرېل مياشت کې له داعش وسله والو نيولي و.
د دغو تازه بريدونو مسووليت هم داعش وسله والو پر غاړه اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA