هندي حکومت يو ځل بيا د سولې مذاکراتو د په ټپه درېدلو پړه پر پاکستاني حکومت واچوله.
د هند لومړي وزير نرېندرا مودي پرون له هندي ټلويزيون سره مرکه کې وويل، چې له ټولو ګاونډيانو سره د ښو اړيکو غوښتونکى دى.
د نوموړي په خبره، په پاکستان کې څو ډلې او حکومتونه دي، نو په داسې حالاتو کې به له کوم، کوم سره خبرې ترسره کړي.
مودي زياته كړه، پاکستان ته د نوموړي سفر او هند ته د پاکستان د لومړي وزير بلنه د دې څرګندونه کوي، چې هند څه غواړي، خو په وينا يې پاکستان کې ترهګريز فعاليتونه کېږي، چې نړۍ هم ورڅخه خبره ده. هندي حکومت يو ځل بيا د سولې مذاکراتو د په ټپه درېدلو پړه پر پاکستاني حکومت واچوله.
د هند لومړي وزير نرېندرا مودي پرون له هندي ټلويزيون سره مرکه کې وويل، چې له ټولو ګاونډيانو سره د ښو اړيکو غوښتونکى دى.
د نوموړي په خبره، په پاکستان کې څو ډلې او حکومتونه دي، نو په داسې حالاتو کې به له کوم، کوم سره خبرې ترسره کړي.
مودي زياته كړه، پاکستان ته د نوموړي سفر او هند ته د پاکستان د لومړي وزير بلنه د دې څرګندونه کوي، چې هند څه غواړي، خو په وينا يې پاکستان کې ترهګريز فعاليتونه کېږي، چې نړۍ هم ورڅخه خبره ده.
هغه د خپلو سرحدونو په ساتلو کې د سرتېرو مېړانه وستايله او ترهګرو سره پر کلکې مبارزې يې ټينګار وکړ.


