ads

مشرانو جرګې د ټاكنيزو كمېسيونونو په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان تاييد كړ

مشرانو جرګې د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، واکونو او دندو په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان د رايو په اکثريت سره تاييد کړ.ولسي جرګې د روان کال د غبرګولي مياشتې په ٢٤مه نېټه، ياد قانون د رايو په اکثريت سره رد کړى و.د مشرانو جرګې غړو نن له اوږدو بحثونو وروسته د يو شمېر […]

نویسنده: TKG
8 چنګاښ 1395
مشرانو جرګې د ټاكنيزو كمېسيونونو په  اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان تاييد كړ

مشرانو جرګې د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، واکونو او دندو په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان د رايو په اکثريت سره تاييد کړ.
ولسي جرګې د روان کال د غبرګولي مياشتې په ٢٤مه نېټه، ياد قانون د رايو په اکثريت سره رد کړى و.
د مشرانو جرګې غړو نن له اوږدو بحثونو وروسته د يو شمېر تعديلاتو په راوستو دغه فرمان تاييد کړ.
د پرېكړې له مخې د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون به د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون په نوم یادیږي.
د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو د مشرانو کاري موده به ۳ کاله وي، په داسې حال کې چې په دې فرمان کې ۲ کلونو او ۶ میاشتو لپاره و.
له دې تقنيني فرمان څخه د رای ورکوونکو نوملړ برابرول حذف شوي دي. مشرانو جرګې د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، واکونو او دندو په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان د رايو په اکثريت سره تاييد کړ.
ولسي جرګې د روان کال د غبرګولي مياشتې په ٢٤مه نېټه، ياد قانون د رايو په اکثريت سره رد کړى و.
د مشرانو جرګې غړو نن له اوږدو بحثونو وروسته د يو شمېر تعديلاتو په راوستو دغه فرمان تاييد کړ.
د پرېكړې له مخې د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون به د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون په نوم یادیږي.
د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو د مشرانو کاري موده به ۳ کاله وي، په داسې حال کې چې په دې فرمان کې ۲ کلونو او ۶ میاشتو لپاره و.
له دې تقنيني فرمان څخه د رای ورکوونکو نوملړ برابرول حذف شوي دي.
په پرېكړه كې دغه راز راغلي چې د اساسي قانون او ټاکنو قانون سره سم د هر ډول ټاکنو د نیټې اعلان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په واک کې دی او په هېڅ صورت سره به په ټاکنیزو کمېسیونونو کې بهرنیو وګړو ته ځای نه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې پخوا دوه تنه بهرني وګړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې او یو تن د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون کې غړیتوب درلود.
د ټاکنيز نظام اصلاح، د ملي يووالي حکومت د رامنځته کېدو د سياسي هوکړه ليک يو مهم ټکى دى، چې جمهور رئيس په همدې هدف دوه ځلې تقنيني فرمانونه صادر کړل، چې دواړه ځلې د ولسي جرګې له لوري رد شو.
مشرانو جرګې هم په دې اړه د جمهور رئيس لومړى فرمان د رايو په اکثريت سره رد کړى و.
د قانون له مخې، که چېرې د يوې جرګې مسوده د بلې له لوري رد شي، نو د اختلاف د حل په هدف له دواړو جرګو څخه په مساوي شمېر يو مختلط پلاوى ټاکل کېږي او د دغه پلاوي پرېكړه جمهور رئيس ته د توشېح لپاره لېږل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA