د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په کوټ ولسوالۍ کې یې د شاهین ۱۸ عملیاتو پر مهال ۳۲ داعش وسله وال وژلي او عملیات لا هم دوام لري.
د معلوماتو له مخې یاد عملیات پرون سهار د ګډو افغان ځواکونو له لورې په سیمه کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه پيل شوي دي.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي، د دغو عملياتو د پيل په اړه د ننګرهار د ملي امنیت له رئیس داد محمد حریفي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د کوټ په نښته کې داعش ډلې میرمنې نه دي وړي او دا خبرې یې تشې اوازې وبللې. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په کوټ ولسوالۍ کې یې د شاهین ۱۸ عملیاتو پر مهال ۳۲ داعش وسله وال وژلي او عملیات لا هم دوام لري.
د معلوماتو له مخې یاد عملیات پرون سهار د ګډو افغان ځواکونو له لورې په سیمه کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه پيل شوي دي.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي، د دغو عملياتو د پيل په اړه د ننګرهار د ملي امنیت له رئیس داد محمد حریفي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د کوټ په نښته کې داعش ډلې میرمنې نه دي وړي او دا خبرې یې تشې اوازې وبللې.
نوموړی وایي، تر اوسه پوري د کوټ په جګړه کې ۱۶۵ داعش وسله وال وژل شوي او په لسګونه نور یي ټپیان شوې دي: (( تر اوسه چې كوم معلومات رارسېدلي شايد دا وروسته دقيق كړو خو ويل كېږي چې څلور پنځه سوه كورنۍ بې ځايه شوې وي، تر نوي زيات كورونه شايد سوځول شوي وي، د داعش د دوه ورځو مړي ۱۶۵ كسو ته رسېږي، زموږ څوارلس كسه شهيدان دي، شپږ ملكي كسان دي او اته نظامي سرتېري دي، همدا راز اتلس زخميان لرو.))
په همدې حال کې بیا د ننګرهار د ملي امنیت رئیس داد محمد حریفي وویل، چې دوی په کوټ ولسوالۍ کې د سیمه يیزو پولیسو درې پوستې په تکتیکې حالت کې پریښې وې، خو پرون یې یو ځل بیا په دغه سیمه کې داعش ډله د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال سخته ځپلې او پوستې یې بیرته ترې نیولې دي.
هغه وویل، پرون ورځ د داعش پر قرارګاو پنځه ځلې هوایي بمبار شوى، چې پرمهال یي ۳۲ داعشیان وژل شوي دي: (( د هوايي قواو په اختيار كې دا كوارديناتونه مخكې له مخكې وركړل شوي وو، پنځه ځله مو په يوه ورځ كې د دوى په ثقيله وسلو او مركزونو عمليات كړي دي، پرون تر لسو بجو شل دقيقو دښمن ۳۲ تنه تلفات لرل، جنجالې غونډۍ كاملا موږ تصرف كړه، زموږ شهيدان چې په دې منطقه كې پاتې وو دا هم په لاس راغلل.))
د ننګرهار چارواکي په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو د پیل خبره په داسې حال کې کوي، چې یادې ډلې د تېرې جمعه په شپه د کوټ ولسوالۍ په جنجالې غونډۍ سیمه کې له شپږ سوه وسله والو سره د پاڅون کوونکو پر پوستو بريدونه وکړل، چې پرمهال يې دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي؛ خو د خلافت په نوم خپله راډیو کې یې حکومتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.


