ads

د كوټ جګړه: تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۳۷ داعشيان مړه، ۴۴ نور ټپيان

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، کوټ ولسوالۍ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ داعشیان وژل شوي دي.چارواکي دغه راز وايي، چې د شاهین ۱۸ عملیاتو په یاده موده کې یې ۴۴ نور داعشیان ټپيان کړي هم دي.د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته […]

نویسنده: TKG
8 چنګاښ 1395
د كوټ جګړه: تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۳۷ داعشيان مړه، ۴۴ نور ټپيان

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، کوټ ولسوالۍ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ داعشیان وژل شوي دي.
چارواکي دغه راز وايي، چې د شاهین ۱۸ عملیاتو په یاده موده کې یې ۴۴ نور داعشیان ټپيان کړي هم دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د خوړګي، جنجالې غونډۍ او سه پای سیمو کې شاوخوا ۴۰ کلي د داعشیانو له حضوره پاک شوي او همدا راز د دوی له لوري ځای پر ځای شوي ۲۹ کړۍ ماینونه هم کشف او خنثی شوي دي .
په کوټ ولسوالۍ کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې له تېرې ورځې راهیسې هوایي او ځمکني عملیات پیل شوي .
بلخوا داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، کوټ ولسوالۍ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ داعشیان وژل شوي دي.
چارواکي دغه راز وايي، چې د شاهین ۱۸ عملیاتو په یاده موده کې یې ۴۴ نور داعشیان ټپيان کړي هم دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د خوړګي، جنجالې غونډۍ او سه پای سیمو کې شاوخوا ۴۰ کلي د داعشیانو له حضوره پاک شوي او همدا راز د دوی له لوري ځای پر ځای شوي ۲۹ کړۍ ماینونه هم کشف او خنثی شوي دي .
په کوټ ولسوالۍ کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې له تېرې ورځې راهیسې هوایي او ځمکني عملیات پیل شوي .
بلخوا داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA