ads

د كندهار سوداګرو د معلولينو پر دوه سوه كورنيو رمضاني مرستې وويشلې

د كندهار د سوداګرو خيريه كمېتې نن د خپلو رمضاني مرستو په دوام د دې ولايت د دوه سوه معلولينو له كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته وكړه.د دې كمېټې استازى حاجي رحم الدين اغا په كندهار كې خبريالانو ته وويل، دا مرسته يې په پنجوايي ولسوالۍ كې د معلولينو پر كلي وويشله چې دوه […]

نویسنده: TKG
8 چنګاښ 1395
د كندهار سوداګرو د معلولينو پر دوه سوه كورنيو  رمضاني مرستې وويشلې

د كندهار د سوداګرو خيريه كمېتې نن د خپلو رمضاني مرستو په دوام د دې ولايت د دوه سوه معلولينو له كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته وكړه.
د دې كمېټې استازى حاجي رحم الدين اغا په كندهار كې خبريالانو ته وويل، دا مرسته يې په پنجوايي ولسوالۍ كې د معلولينو پر كلي وويشله چې دوه سوه كورنۍ په كې مېشتې دي خو سرپرستان يې ټول معلولين دي.
رحم الدين اغا زياته كړه د دغو كورنيو د لاسنيوي لپاره يې له لسو اتحاديو څخه د ۷ لكه افغانيو په ارزښت مرستې راټولې كړې وې چې هرې كورنۍ ته ترې يوه بوجۍ اوړه، يوه بوجۍ وريجې او يوه د  غوړيو ۱۸ كېلويي ډبه ورسېده. د كندهار د سوداګرو خيريه كمېتې نن د خپلو رمضاني مرستو په دوام د دې ولايت د دوه سوه معلولينو له كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته وكړه.
د دې كمېټې استازى حاجي رحم الدين اغا په كندهار كې خبريالانو ته وويل، دا مرسته يې په پنجوايي ولسوالۍ كې د معلولينو پر كلي وويشله چې دوه سوه كورنۍ په كې مېشتې دي خو سرپرستان يې ټول معلولين دي.
رحم الدين اغا زياته كړه د دغو كورنيو د لاسنيوي لپاره يې له لسو اتحاديو څخه د ۷ لكه افغانيو په ارزښت مرستې راټولې كړې وې چې هرې كورنۍ ته ترې يوه بوجۍ اوړه، يوه بوجۍ وريجې او يوه د  غوړيو ۱۸ كېلويي ډبه ورسېده.
د كندهار د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رئيس نظر علي قاطع د كندهار سوداګر د دغو مرستو له كبله وستايل خو زياته يې كړه دا مهال په كندهار كې ۸ زره معلولين موجود دي چې دغه ټول د بې وزلۍ ژوند تېروي او د ملي سوداګرو كلك لاسنيوي ته اړتيا لري: (( زما له ملي سوداګرو هيله ده چې دغو معلولينو سره په بېلا بېلو برخو كې مرستې وكړي.))
دا په  داسې حال كې ده چې په كندهار كې د ملي سوداګرو اتحاديې تر دې څو ورځې وړاندې د ښاروالۍ دوه سوه تنظيفي كاركوونكو او له هغې وړاندې د كندهار محبس له شاوخوا ۹۵۰ بنديانو سره مرستې كړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA