د پوهنې وزارت وايي، چې د هېواد د سړو سيمو د ښوونځيو او نورو ښوونيزو مرکزونو څلور نيم مياشتنۍ ازموينې به د كوچني اختر له كبله د روانې چنګاښ مياشتې په ۲۱مه نېټه پيل شي.
ټاکل شوې وه، چې څلور نيم مياشتنۍ ازموينې د روانې چنګاښ مياشتې په ۱۵مه نېټه پيل شي، خو په همدې نېټه د کوچني اختر د رارسېدو له كبله د پوهنې وزارت د تدريساتو کمېسيون پرېكړه كړې، چې دغه ازموينې دې د يادې مياشتې په ۲۱مه نېټه پيل شي. د پوهنې وزارت وايي، چې د هېواد د سړو سيمو د ښوونځيو او نورو ښوونيزو مرکزونو څلور نيم مياشتنۍ ازموينې به د كوچني اختر له كبله د روانې چنګاښ مياشتې په ۲۱مه نېټه پيل شي.
ټاکل شوې وه، چې څلور نيم مياشتنۍ ازموينې د روانې چنګاښ مياشتې په ۱۵مه نېټه پيل شي، خو په همدې نېټه د کوچني اختر د رارسېدو له كبله د پوهنې وزارت د تدريساتو کمېسيون پرېكړه كړې، چې دغه ازموينې دې د يادې مياشتې په ۲۱مه نېټه پيل شي.
له پوهنې وزارت څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د څلور نيم مياشتنيو ازموينو له پاى ته رسېدو وروسته به د هېواد د سړو سيمو د ښوونځيو او نورو ښوونيزو مرکزونو د اوړي ۱۰ ورځنۍ رخصتي پيل شي.


