ads

خوستۍ مېرمنې: په دولتي پرېكړو كې دې ښځو ته ونډه وركړل شي

په خوست کې یو شمېر میرمنې وایي که موقع ورته برابره شي او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شي کولای شي میرمنې هم دنارینه و په څېر په ټولو پریکړو کې ونډه واخلي.دوی دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د خوست ښځو چارو ریاست کې د یوناما  له لوري په جوړ شوي پروګرام کې […]

نویسنده: TKG
8 چنګاښ 1395
خوستۍ مېرمنې: په دولتي پرېكړو كې دې ښځو ته ونډه وركړل شي

په خوست کې یو شمېر میرمنې وایي که موقع ورته برابره شي او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شي کولای شي میرمنې هم دنارینه و په څېر په ټولو پریکړو کې ونډه واخلي.
دوی دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د خوست ښځو چارو ریاست کې د یوناما  له لوري په جوړ شوي پروګرام کې وکړې.
د یوناما مطبوعاتي مسول دلاور احمدزی وایي، ښځې په ټولنه کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي نو په خبره یې دوی پتېیلې تر څو ښځې وهڅوي چې له کورنۍ نیولې تر دولتي چارو پورې خپل نظریات او پریکړې شریکې کړي. په خوست کې یو شمېر میرمنې وایي که موقع ورته برابره شي او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شي کولای شي میرمنې هم دنارینه و په څېر په ټولو پریکړو کې ونډه واخلي.
دوی دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د خوست ښځو چارو ریاست کې د یوناما  له لوري په جوړ شوي پروګرام کې وکړې.
د یوناما مطبوعاتي مسول دلاور احمدزی وایي، ښځې په ټولنه کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي نو په خبره یې دوی پتېیلې تر څو ښځې وهڅوي چې له کورنۍ نیولې تر دولتي چارو پورې خپل نظریات او پریکړې شریکې کړي.
بلخوا خوستۍ میرمنې وایي، کولای شي نه یوازې په کورنیو مسایلو  کې بلکې په دولتي کارونو کې هم خپل رول ادا کړي.
دوی زیاتوي چې په لرو پرتو سیمو کې دې د ښځو لپاره ځانګړي روزنیز پروګرامونه جوړ شي او د دوی د ظرفیت لوړولو لپاره دې کار وشي.
د علماو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي هم په پرېکړو کې د ښځو په ونډه ټینګار کوي او زیاتوي چې د شریعت له مخې ښځې حق لري څو په مسایلو کې خپل نظریات او رول ادا کړي.
د یادونې ده چې له دې وړاندې هم په مرکزي سیمو کې ورته پروګرامونه جوړ شوي خو خلک غوښتنه کوي چې دا پروګرامونه دې په لرو پرتو ولسوالیو کې هم ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA