په پكتيا او ميدان وردګو ولايتونو كې خپلو ماينونو ۱۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كورنيو چارو وزارت وايي، تېر ماښام وسله والو غوښتل د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ اړوند يوه جامع جومات کې يوه کړۍ ماين ځاى پرځاى کړي، چې د خپل ماين د چاودنې له كبله ۵ وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه كې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. په پكتيا او ميدان وردګو ولايتونو كې خپلو ماينونو ۱۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كورنيو چارو وزارت وايي، تېر ماښام وسله والو غوښتل د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ اړوند يوه جامع جومات کې يوه کړۍ ماين ځاى پرځاى کړي، چې د خپل ماين د چاودنې له كبله ۵ وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه كې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
سرچينه زياتوي، تېره شپه درېيو ماين ښخوونکو غوښتل د ميدان وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ د لويې لارې په اوږدو کې يوه کړۍ ماين ځاى پرځاى کړي، چې د خپل ماين د چاودنې له كبله ووژل شول.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


