د كاپيسا د اله ساى ولسوالۍ مسوولين وايي، د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته يې په سيمه كې د وسله والو مخالفينو تر منځ اختلافات او خپلمنځي جګړې زياتې شوې دي.
د اله ساى ولسوال غلام نقشبند ساپي كليد ته وويل، په تېرو كلونو كې به د اله ساى په غرنيو سيمو اسكين او اشپې كې د كورنيو وسله والو تر څنګ بهرنيو تروريستانو هم ګډ فعاليتونه كول، خو اوس چې بهرني ځواكونه وتلي، ډېرى وسله والو له جګړې لاس اخيستى او له نورو وسله والو سره يې خپلمنځي اختلافات ډېر شوي دي. د كاپيسا د اله ساى ولسوالۍ مسوولين وايي، د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته يې په سيمه كې د وسله والو مخالفينو تر منځ اختلافات او خپلمنځي جګړې زياتې شوې دي.
د اله ساى ولسوال غلام نقشبند ساپي كليد ته وويل، په تېرو كلونو كې به د اله ساى په غرنيو سيمو اسكين او اشپې كې د كورنيو وسله والو تر څنګ بهرنيو تروريستانو هم ګډ فعاليتونه كول، خو اوس چې بهرني ځواكونه وتلي، ډېرى وسله والو له جګړې لاس اخيستى او له نورو وسله والو سره يې خپلمنځي اختلافات ډېر شوي دي.
نقشبند ساپى وايي، دا مهال په ياده ولسوالۍ كې امنيتي ځواكونه پياوړي شوي، خو وسله وال مخالفين بيا په خپل منځ كې د واك پر سر وخت ناوخت شخړې او جګړې كوي او ورځ تر بلې د كمزوري كېدو پر خوا روان دي: (( اوس ا منيتي وضعيت ښه شوى، په تېرو ۱۴ كلونو كې دلته د بيارغونې كارونو ته خاصه توجه نه ده شوې، اوس د ځايي خلكو لومړۍ غوښتنه دا ده چې رغنيزې چارې ورته پيل شي.)
اله سای د کاپیسا ختیځه ولسوالۍ ده چې له لغمان سره اوږده پوله لري او د دې پولې له لارې د حکومت وسله وال مخالفین ورته تګ او راتګ کوي.


