ads

مستغني: كابل د سوريې جګړې ته د افغانانو د لېږد مخنيوى كوي

وروسته له هغې، چې د سوريې د حکومت مخالفينو له افغان حكومته د سوريې په جګړه کې د افغانانو د ګډون د مخنيوي غوښتنه وكړه، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې دوى هم د رسنيو له لارې د سوريې جګړې ته د افغانانو له استولو خبر شوي دي.د دې وزارت وياند شكېب […]

نویسنده: TKG
7 چنګاښ 1395
مستغني: كابل د سوريې جګړې ته د افغانانو د لېږد مخنيوى كوي

وروسته له هغې، چې د سوريې د حکومت مخالفينو له افغان حكومته د سوريې په جګړه کې د افغانانو د ګډون د مخنيوي غوښتنه وكړه، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې دوى هم د رسنيو له لارې د سوريې جګړې ته د افغانانو له استولو خبر شوي دي.
د دې وزارت وياند شكېب مستغني نن كليد ته وويل، چې افغان حكومت له ډيپلوماټيكو لارو د دې ستونزې د مخنيوي لپاره اقدام كړى دى.
د هغه په وينا، افغان حكومت په دې اړه د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې سره هم اړيكه نيولې ده. وروسته له هغې، چې د سوريې د حکومت مخالفينو له افغان حكومته د سوريې په جګړه کې د افغانانو د ګډون د مخنيوي غوښتنه وكړه، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې دوى هم د رسنيو له لارې د سوريې جګړې ته د افغانانو له استولو خبر شوي دي.
د دې وزارت وياند شكېب مستغني نن كليد ته وويل، چې افغان حكومت له ډيپلوماټيكو لارو د دې ستونزې د مخنيوي لپاره اقدام كړى دى.
د هغه په وينا، افغان حكومت په دې اړه د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې سره هم اړيكه نيولې ده: (( نه يوازې د ليك له مخې بلكې د ډېرو نورو ګزارشونو له مخې افغان حكومت خبر دى چې په تاسف سره افغان كډوال په كوربنو هېوادونو كې د افغان حكومت له كنټرول څخه بهر نادولتي سازمانونو او كله كله د دولتونو لخوا په بېلا بېلو طريقو او لارو چارو له بين المللي اصولو څخه په مخالفت جګړې ته ګمارل كېږي او استول كېږي. افغان حكومت له ډپلوماټيكو لارو د دې وضعيت د مخنيوي لپاره اقدام كړى دى، د كډوالو د حقونو د ساتنې او رعايت په خاطر مو نړيوالې ټولنې سره هم تماسونه نيولي دي.))
د سوريې د انقلابي ځواکونو ملي ايتلاف د قانوني کمېټې رئيس هيثم مالح د افغانستان حکومت ته په استولي ليک کې ويلي، افغان ملېشه له ۲۰۱۲ م کال راهيسې سوريې ته د مذهبي جنګ په نوم استول کېږي، چې د ده په وينا، په خورا بې رحمۍ د سوريې د خلکو په ټولوژنه او جنګي جنايتونو کې لاس لري.
ويل کېږي، چې احتمالاً له ۸ تر ۱۰ زرو افغانان د سوريې په جګړه کې برخه لري او اکثره د ايران له لوري د بشارالاسد د ملاتړ لپاره دغه هېواد ته استول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA