د لغمان ولایتي چارواکي وایي، بيګا مازيګر د الیشنګ ولسوالۍ په بازار کې د ماین چاودنې له امله د دریو سیمه يیزو پولیسو په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن کلید ته وویل، چې د الیشنګ ولسوالۍ د بازار په یوه هوټل کې د ماین چاودنې له امله یو سیمه يیز پولیس وژل شوى او دوه نور ټپیان شوې دي.
ځواک وایي، په دغه چادونه کې څلور ولسي وګړې هم ټپیان شوې ،چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي. د لغمان ولایتي چارواکي وایي، بيګا مازيګر د الیشنګ ولسوالۍ په بازار کې د ماین چاودنې له امله د دریو سیمه يیزو پولیسو په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن کلید ته وویل، چې د الیشنګ ولسوالۍ د بازار په یوه هوټل کې د ماین چاودنې له امله یو سیمه يیز پولیس وژل شوى او دوه نور ټپیان شوې دي.
ځواک وایي، په دغه چادونه کې څلور ولسي وګړې هم ټپیان شوې ،چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
بلخوا په سیمه کې یو عیني شاهد د نوم او غږ نه خپراوي په شرط کلید ته وویل، چې چاودنه پر سیمه ییزو پولیسو شوې او له امله یې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی، څلور سیمه ییز پولیس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.


