ads

كوټ كې د داعش پر ضد شاهين ۱۸ چاڼيز عمليات پيل شول

د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې یې د شاهین ۱۸په نوم چاڼیز عملیات پیل کړل.په ختیځ کې له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را  استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې نن سهار د ملي اردو څلورمي پلې لوا په مشرۍ د ملي، سیمه يیزو او […]

نویسنده: TKG
7 چنګاښ 1395
كوټ كې د داعش پر ضد شاهين ۱۸ چاڼيز عمليات پيل شول

د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې یې د شاهین ۱۸په نوم چاڼیز عملیات پیل کړل.
په ختیځ کې له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را  استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې نن سهار د ملي اردو څلورمي پلې لوا په مشرۍ د ملي، سیمه يیزو او عامه نظم پولیسو سره په ګډه د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د شاهین ۱۸ چاڼیز عملیات پیل کړل.
خبر پاڼه وایي، له دغو عملیاتو موخه یې له داعش ډلې څخه د سيمې پاكول او پاڅون کوونکو ته د نويو امنیتي پوستو جوړول دي.
سرچینه وایي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د کوټ ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې په هوایي او توپچې بریدونو کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۹ نور یې ټپیان شوي دي. د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې یې د شاهین ۱۸په نوم چاڼیز عملیات پیل کړل.
په ختیځ کې له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را  استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې نن سهار د ملي اردو څلورمي پلې لوا په مشرۍ د ملي، سیمه يیزو او عامه نظم پولیسو سره په ګډه د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د شاهین ۱۸ چاڼیز عملیات پیل کړل.
خبر پاڼه وایي، له دغو عملیاتو موخه یې له داعش ډلې څخه د سيمې پاكول او پاڅون کوونکو ته د نويو امنیتي پوستو جوړول دي.
سرچینه وایي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د کوټ ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې په هوایي او توپچې بریدونو کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۹ نور یې ټپیان شوي دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA