ads

كندوز كې د ايتلاف بمبار شپږ تښتول شوي مساپر وژلي

ايتلافي هوايي ځواكونو تېره ورځ د كندوز په چهاردره كې د طالبانو يو زندان باندې بريدونه كړي چې په ترڅ كې يې د كندو- كابل له لويې لارې تښتول شوي ۶ مساپر هم وژل شوي دي. د كندوز د حوزوي روغتون د عدلي طب مسوول ډاکټر داوود ابراهيم خیل کلید ته وویل، له دغو شپږو […]

نویسنده: TKG
7 چنګاښ 1395

ايتلافي هوايي ځواكونو تېره ورځ د كندوز په چهاردره كې د طالبانو يو زندان باندې بريدونه كړي چې په ترڅ كې يې د كندو- كابل له لويې لارې تښتول شوي ۶ مساپر هم وژل شوي دي.
د كندوز د حوزوي روغتون د عدلي طب مسوول ډاکټر داوود ابراهيم خیل کلید ته وویل، له دغو شپږو جسدونو څخه یې درې تنه پرون د كندوز حوزوي روغتون ته راوړل شوي او پاتې درې تنه نور یې نن راوړل.  
ابراهیم خیل زیاته کړه چې د یو تن جسد د قوي بمبار له وجې ټوټې ټوټې شوی دی.
په وژل شويو کسانو کې يو څو تنه يې د بدخشان ولایت اوسیدونکي دي  چې خپلوان یې د جسدونو په وړلو پسې راغلي وو. ايتلافي هوايي ځواكونو تېره ورځ د كندوز په چهاردره كې د طالبانو يو زندان باندې بريدونه كړي چې په ترڅ كې يې د كندو- كابل له لويې لارې تښتول شوي ۶ مساپر هم وژل شوي دي.
د كندوز د حوزوي روغتون د عدلي طب مسوول ډاکټر داوود ابراهيم خیل کلید ته وویل، له دغو شپږو جسدونو څخه یې درې تنه پرون د كندوز حوزوي روغتون ته راوړل شوي او پاتې درې تنه نور یې نن راوړل.  
ابراهیم خیل زیاته کړه چې د یو تن جسد د قوي بمبار له وجې ټوټې ټوټې شوی دی.
په وژل شويو کسانو کې يو څو تنه يې د بدخشان ولایت اوسیدونکي دي  چې خپلوان یې د جسدونو په وړلو پسې راغلي وو.
د دوى خپلوان پر دولت کلكه نیوکه کوي او وایي چې وژل شوي کسان هغه مسافر وو چې د كندوز- کابل د لويې لارې په اوږدو کې وسله والو طالبانو له موټرو کوز کړي او له ځان سره يې په بند كې ساتلي وو چې تېره شپه د ایتلاف په هوایي بمبارۍ كې دوى هم قرباني شول.
د كندوز د ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي بیا د وژل شویو کسان شمېر ۱۵ تنه یادوي او امنیتي ځواکونه په غفلت او بې توجهۍ تورنوي.
امرالدین ولي وایي، بې هدفه بمبار د دې ښکارندويي کوي چې د امنیتي ځواکونو تر منځ هیڅ ډول همغږي وجود نه لري.
کوښښ مو وکړ چې د یادې پیښې په اړه د كندوز ولایت د امنیتي چارواکو نظر هم واخلو خو له ډیرو هڅو سره- سره بیا هم امنیتي ځواکونه د نظر ورکولو ته حاضر نه شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA