د کندهار اوسېدونکي په دغه ولایت کې د یخ د قیمتونو له لوړوالي او ناپاکۍ څخه شکایت لري. دوی وايي، ځینې فابریکې نه یوازې د یخ د تولید پرمهال د نظافت خیال نه ساتي، بلکې ګران یې هم ورکوي. فابریکه لرونکي بیا وايي چې د تېرو تاوانونو د جبران له پاره اړ دي چې په روژه کې نرخونه لوړ کړي.
کندهار ښاریان وايي، كله چې د یخ یوه ټوټه په اوبو كې واچوي، تر ویلې کېدو وروسته يو ډول خاورې او خاشې د سطل په بیخ كې تر سترګو کېږي. د کندهار اوسېدونکي په دغه ولایت کې د یخ د قیمتونو له لوړوالي او ناپاکۍ څخه شکایت لري. دوی وايي، ځینې فابریکې نه یوازې د یخ د تولید پرمهال د نظافت خیال نه ساتي، بلکې ګران یې هم ورکوي. فابریکه لرونکي بیا وايي چې د تېرو تاوانونو د جبران له پاره اړ دي چې په روژه کې نرخونه لوړ کړي.
کندهار ښاریان وايي، كله چې د یخ یوه ټوټه په اوبو كې واچوي، تر ویلې کېدو وروسته يو ډول خاورې او خاشې د سطل په بیخ كې تر سترګو کېږي.
د برېښنا نشتوالي کندهار ښاریان اړ کړي چې د روژې د ماښامي له پاره په زیاته اندازه یخ له بازارونو څخه وپېري. د کندهار ښار یو اوسېدونکی وايي چې یخ ویلې شي په لوښې کې ناپاکي ترسترګو کېږي. د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی وايي، د فابريكو خاوندان یوازې د زیات تولید په غم کې وي، د پاكوالي او نظافت غمه یې نهخوري. د کندهار دغه اوسېدونکی له ښاروالۍ او روغتیا ریاست څخه هیله کوي چې په دغه ولایت کې د یخ د تولیدي کارخانونو کارونه وڅاري:(( په يخ کې خاشې او نور چټل شيان له ورايه معلومېږي، کله چې د یخ کنده په منځ ماته کړو؛ په کې د فابريکې د قالبونو زنګ هم معلومېږي.))
د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی بیا نه يوازې فابريكه لرونکي په بې پروایۍ تورنوي، بلکې هغه دوکانداران هم د یخ په نظافت کې بې پروا بولي چې د خپلو دوكانو مخې ته يې د يخونو كندې په ناپاكو ځمكو دوړو ته اېښې وي.
په کندهار کې د یخ د تولیدي کارخانې یو مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي، وویل چې دوی ته د عامې روغتیا ریاست له لوري لایحه ورکړل شوې او نظافت او پاکۍ ته پاملرنه کوي. د نوموړي په خبره (( که کومه فابریکه یې نه مراعات کوي باید د عامې روغتیا او ښاروالۍ ریاست د جریمو د وضع کولو له لارې د فابریکو خاوندان اړ کړي.))
په کندهار کې د یخ د تولیدي فابریکو د اتحادیې مســوول حـاجــي بــاري داد صـادق د نظـافـت نه مراعتولو پړه تر ډېره په دوکاندارانو وراچوي او وايي: ((په کارخانــو کــې اوس تــر ډېــره نظافت مراعات کېږي، تر ډېره بې نظافتي له دوکاندارانو رامنځته کېږي.)) نوموړی وايي، دوکانداران د چرۍ پرغاړه یخ خرڅوي چې نظافت او پاکوالي ته په کې اصلاً پاملرنه نه کېږي.
د کندهار ښاروالۍ چارواکي وايي چې دوی د عامې روغتیا له ریاست سره په ګډه د فابریکو له پاره اصول وضع کړي چې له هغو څخه د سرغړوونکو فابریکې هم تړل کېدلی شي.
ویل کېږي چې په کندهار کې د یخ د تولید شاوخوا ۱۷کارخانې فعالیت لري.
کندهار ښاریان یوازې د یخ له ناپاکۍ شکایت نه لري، بلکې د یخ له لوړ نرخه هم په تنګ شوي دي. دوی وايي د یخونو پلورونکي د ښاروالۍ له نرخ سرغړونه کوي او په روژه کې یې ظلم شروع کړی.
کندهار ښاروالۍ په لومړي سر کې یخ پلورونکو ته نرخ ورکړی وو چې یو من به له ۱۰افغانیو پورته نه خرڅوي، که نه نو جریمه به شي. دم ګړۍ په اکثره دوکانونو کې یو من یخ له ۲۰تر۳۰افغانیو پورې پلورل کېږي. د کندهار ښاروالۍ ریاست ویاند زمري څرګند په خپلو پخوانیو څرګندونو کرښه راښکلې او اوس وايي چې د یو من یخ بیه ۲۰افغانۍ ده او که تر دې پورته خرڅ شي، پلورونکي به جریمه کړي.
بلخوا د یخ د یوې تولیدي فابریکې مسوول حاجي مطیع الله وايي چې تر روژې مخکې په کندهار کې یخ ډېر نه کارول کېده؛ نو د کاروبار په خاطر فابریکه لرونکو یخ ارزانه ورکاوه. هغه وویل چې (( اوس په روژه کې د یخ تقاضا ډېره شوې؛ نو دوی مجبور دي چې تېر تاوانونه جبران کړي)).


