ads

د كندهار سوداګرو ۲۰۰ سړك پاكوونكو ته د اختر كالي وركړل

د کندهار سوداګرو، د کندهار ښاروالۍ له هغو ۲۰۰ کارګرو سره د اختر د جامو مرسته وکړه، چې د ښار سړکونه جارو کوي.دغه مرسته د کندهار سوداګرو د يوې کمېټې له خوا وشوه، چې مخکې يې هم له اړو کسانو او د کندهار محبس له ۹۵۰ زندانيانو سره مرسته کړې وه. د دغي کمېټې استازي […]

نویسنده: TKG
7 چنګاښ 1395
د كندهار سوداګرو ۲۰۰ سړك پاكوونكو ته د اختر كالي وركړل

د کندهار سوداګرو، د کندهار ښاروالۍ له هغو ۲۰۰ کارګرو سره د اختر د جامو مرسته وکړه، چې د ښار سړکونه جارو کوي.
دغه مرسته د کندهار سوداګرو د يوې کمېټې له خوا وشوه، چې مخکې يې هم له اړو کسانو او د کندهار محبس له ۹۵۰ زندانيانو سره مرسته کړې وه.
د دغي کمېټې استازي حاجي رحم الدين اغا رسنيو ته وويل، د كندهار سوداګر له مستحقو کسانو سره د مرستي لپاره منسجم شوي او دا ځل يې له ۲۰۰ ښار پاکوونکو سره د يو يو جوړه كاليو او يو کېلو چايو مرسته کړې ده: (( د دغو مرستو ټول لګښت يو لک او پنځوس زره افغانۍ و.)) د کندهار سوداګرو، د کندهار ښاروالۍ له هغو ۲۰۰ کارګرو سره د اختر د جامو مرسته وکړه، چې د ښار سړکونه جارو کوي.
دغه مرسته د کندهار سوداګرو د يوې کمېټې له خوا وشوه، چې مخکې يې هم له اړو کسانو او د کندهار محبس له ۹۵۰ زندانيانو سره مرسته کړې وه.
د دغي کمېټې استازي حاجي رحم الدين اغا رسنيو ته وويل، د كندهار سوداګر له مستحقو کسانو سره د مرستي لپاره منسجم شوي او دا ځل يې له ۲۰۰ ښار پاکوونکو سره د يو يو جوړه كاليو او يو کېلو چايو مرسته کړې ده: (( د دغو مرستو ټول لګښت يو لک او پنځوس زره افغانۍ و.))
د کندهار ښاروال روښان ولسمل د ملي سوداګرو لخوا د ښاروالۍ ریاست له غريبو کارګرو سره د مرستې مننه وكړه او زیاته يې کړه چې د ښاروالۍ ریاست دغو کارکوونکو د ښار په پاکوالي کې ډیرې هڅې کړې دي: (( زه د دې كار ستاينه كوم چې د كندهار سوداګرو دغسې مستحقو خلكو ته پام شوى دى، ملي سوداګرو نه غوښتنه كوم چې د دوى لا زيات ملاتړ وكړي.))
بايد وويل شي چې د كندهار ښاروالۍ هغه تنظيفي كاركوونكي چې اكثره يې سپين ږيري دي وايي، د ښاروالۍ په لږ معاش يې د کور مصارف نه پوره کېږي او د سوداګرو لاسنيوي ته ډېره اړتيا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA