د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، د دولت وسلهوالو مخالفینو په دې ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ مقابلې توان له لاسه ورکړی او تر ډېره بمي بریدونه او ماین چاودنې ترسره کوي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امینالله امرخیل وايي چې د شفق عملیاتو له کبله د دولت وسلهوالو مخالفینو په غزني کې د مخامخ او ډله ییزو بریدونو توان له لاسه ورکړی او په بدل کې یې ماین چاودنو ته مخه کړې ده. د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، د دولت وسلهوالو مخالفینو په دې ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ مقابلې توان له لاسه ورکړی او تر ډېره بمي بریدونه او ماین چاودنې ترسره کوي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امینالله امرخیل وايي چې د شفق عملیاتو له کبله د دولت وسلهوالو مخالفینو په غزني کې د مخامخ او ډله ییزو بریدونو توان له لاسه ورکړی او په بدل کې یې ماین چاودنو ته مخه کړې ده.
امرخیل زیاتوي چې د دولت وسلهوال مخالفین ان د ماشومانو په وسیله چاودېدونکي توکي او مقناطیسي ماینونه ښار ته د بریدونو په هدف انتقالوي:(( مخالفین اوس دومره کمزوري شوي چې د مکتب د شاګردانو او نورو ماشومانو په وسیله په بایسکلونو، د کتابونو په بکسونو او کتابونو کې چاودېدونکي توکي ښار ته داخلوي، موږ څو ځله داسې ماشومان نیولي هم دي او خلک شاهدان دي.)) امرخیل وایي چې پولیسو له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې په غزني ښار کې له ۶۰ د ډېرو بمي بریدونو او چاودنو څخه مخنیوی کړی او په دې سره یې د سلګونه ملکي وګړو ژوند ژغورلی دی. نوموړی وایي چې د مخالفینو د تکتیکونو په نوي کیدو سره د پولیسو اقدامات او ظرفیتونه هم په لوړېدو دي او تر ډېره د وسلهوالو مخالفینو له تکتیکونو سره اشنا شوي او توانیدلي چې پر وخت یې له بریدونو څخه مخنیوی وکړي.
امنیه قومندان دغه راز وایي چې پولیسو په غزني ښار کې د تروریستي بریدونو د تنظیم او ترسره کولو په برخه کې دوه ستر بانډونه تشخیص او تثبیت کړي چې د منګور له سیمې څخه رهبري کیږي.((په ښارکې ځینې دوکانداران او نفوذي کسان هم له هغوی سره د تخریبي کړنو په ترسره کولو کې مرسته کوي، هغوی ته ځای ورکوي، مهمات یې ساتي او ورته برابروي یې چې موږ یې حتا د ځینو له کورونو او دوکانونو څخه وسلې او چاودېدونکي توکي هم ونیول.))
امرخیل د دغو نفوذي کسانو نومونه په ډاګه نه کړل، خو ویې ویل چې پولیسو تر اوسه د دغو بانډونو ګڼ شمېر ډلې او غړي نیولي او ګڼ شمېر نور نفوذي کسان یې تثبیت کړي دي.
منګور د غزني ښار جنوب ختیځ ته په ۱۰کیلومترۍ کې پرته سیمه ده. ویل کېږي چې د طالبانو مرکز همدلته دی او تر ډېره خپل فعالیتونه، محاکمې او نورې چارې په همدې سیمه کې ترسره کوي.
د غزني امنیه قومندان په داسې حال کې په غزني ښار کې د بمي بریدونو د مخنیوي خبر ورکوي چې د روژې له پیله تر ۹مې پورې په غزني ښار کې پر امنیتي منسوبینو څلور چاودنې شوې دي. په دغو پېښو کې څلور پولیس او دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي، دوه تنه پولیس او ۹ملکي وګړي ټپیان شوي دي. له دې سره سره غزني مېشت د بمي بریدونو او چادونو د مخنیوي په برخه کې د پولیسو هڅې ستايي، خو ورسره څېرمه ټینګار کوي چې ولسي خلک باید له پولیسو سره خپله همکاري ډېره کړي. په غزني کې د پیوند ټولنې غړی ابراهیم امیري وايي چې د امنیتي ځواکونو په تیره بیا پولیسو هڅې د پخوا په پرتله ډېرې شوې او د قدر وړ دي، هغه زیاتوي: ((رښتیا هم د پولیسو فعالیتونه په غزني ښار کې د پام وړ دي، ټول شاهدان یو چې دوی هره ورځ د ښار په بېلابېلو برخو کې دوه- درې ماینونه کشف او شنډوي، خو هیله لرو چې دا هڅې نورې هم چټکې شي او دغه ماینونه تر اېښودو مخکې له عاملینو سره یو ځای کشف او ونیول شي.))
امیري له امنیتي ارګانونو سره د خلکو همکاري او مرسته د امنیت ټینګښت په برخه کې مهمه ګڼي او وايي د خلکو له همکارۍ پرته پولیس نشي بریالي کېدلی.
د غزني پولیسو په حمل او ثور میاشتو کې هم په غزني ښار کې د ۳۵بمي بریدونو د مخنیوي خبره کړې وه او ویلي یې وو چې ۳۵تنه نور یې له چاودېدونکو توکو سره لاس په لاس نیولي دي.


