د جمهور رئيس محمد اشرف غني په لارښوونه د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د ننګرهار ولايت له سياسي او نظامي مشرانو او قومي مخورو سره د ويډيويي کنفرانس له لارې د کوټ ولسوالۍ د وضعيت په اړه خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، د ننګرهار ولايت د والي، ۲۰۱ سېلاب قول اردو، امنيه قوماندان، ملي امنيت رئيس او قومي مخورو د خبرو تر اورېدو وروسته د ملي امنيت سلاکار د ننګرهار ولايت سياسي او نظامي مشرانو ته لارښوونه وکړه، چې په ټول قوت د داعش تروريستي ډلې د ځالو او فعاليتونو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي. د جمهور رئيس محمد اشرف غني په لارښوونه د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د ننګرهار ولايت له سياسي او نظامي مشرانو او قومي مخورو سره د ويډيويي کنفرانس له لارې د کوټ ولسوالۍ د وضعيت په اړه خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، د ننګرهار ولايت د والي، ۲۰۱ سېلاب قول اردو، امنيه قوماندان، ملي امنيت رئيس او قومي مخورو د خبرو تر اورېدو وروسته د ملي امنيت سلاکار د ننګرهار ولايت سياسي او نظامي مشرانو ته لارښوونه وکړه، چې په ټول قوت د داعش تروريستي ډلې د ځالو او فعاليتونو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.
د سرچينې په وينا، محمد حنيف اتمر په ننګرهار ولايت کې مېشتو نظامي ځواکونو ته د هېواد د جمهور رئيس دا لارښوونه څو ځلې تکرار کړه، چې کوټ ولسوالي د داعش په هديره بدله کړي او د خپلو وژل شويو هېوادوالو تاريخي غچ واخلي.
دا په داسې حال كې ده، چې په ياده ولسوالۍ كې له تېرو څو ورځو راهيسې د امنيتي ځواكونو او داعش وسله والو ترمنځ د نښتو له كبله لسګونه داعشيان وژل شوي او نن سهار په كې د شاهين ۱۸په نوم تصفيوي عمليات هم پيل شول.


