په نږدې راتلونکې كې به ۲۵زره افغــان كـارګــر سعودي عربستان ته ولېږل شي. د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، دغه كارګر به په بېلابېلو كاري برخو كې د افغانستان او سعودي حكومتونو تر هوكړې وروسته ولېږل شي.
د کار او ټولنـیــزو چــارو وزارت مــرستـیـال واصـل نورمهمند وايي، سعودي عربستان ته د ۲۵زره افغان كارګرو د لېږلو په اړه، د دواړو هېوادونو د چارواكو تر منځ خبرې چټكې شوې دي:(( تفاهمنامه تر اوسه نه ده لاسلیک شوې، تمه ده ډېر ژر ستونزې حل او تفاهمنامه لاسليك شي.))
خو مهمند وايي، سعودي عربستان د افغان كارګرو بشپړ اسناد غواړي چې د نوموړي په وينا افغان حكومت هم په چټكۍ كار پيل كړى او د اسنادو د څېړلو له پاره ځانګړې كمېټه جوړه شوې ده: (( سعودي عربستان غواړي چې افغان کارګر د تابعیت تذکره، پاسپورټ او د کار، حرفې او تجربې کره اسناد ولري.)) په نږدې راتلونکې كې به ۲۵زره افغــان كـارګــر سعودي عربستان ته ولېږل شي. د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، دغه كارګر به په بېلابېلو كاري برخو كې د افغانستان او سعودي حكومتونو تر هوكړې وروسته ولېږل شي.
د کار او ټولنـیــزو چــارو وزارت مــرستـیـال واصـل نورمهمند وايي، سعودي عربستان ته د ۲۵زره افغان كارګرو د لېږلو په اړه، د دواړو هېوادونو د چارواكو تر منځ خبرې چټكې شوې دي:(( تفاهمنامه تر اوسه نه ده لاسلیک شوې، تمه ده ډېر ژر ستونزې حل او تفاهمنامه لاسليك شي.))
خو مهمند وايي، سعودي عربستان د افغان كارګرو بشپړ اسناد غواړي چې د نوموړي په وينا افغان حكومت هم په چټكۍ كار پيل كړى او د اسنادو د څېړلو له پاره ځانګړې كمېټه جوړه شوې ده: (( سعودي عربستان غواړي چې افغان کارګر د تابعیت تذکره، پاسپورټ او د کار، حرفې او تجربې کره اسناد ولري.))
خو پوښتنه دا ده، هغه اسناد چې سعودي عربستان يې غوښتنه كړې، افغان كارګر يې لري؟ د افغان کوریا روزنیز مرکز چارواكي ډاډ وركوي چې كارګرو ته وركړل شوي اسناد يې په خارج كې د اعتبار وړ دي. دغه مركز له شاوخوا لسو کلونو راهیسې په مختلفو حرفو کې کارګران روزي. د دغه مركز ریيس مير جلاالدين هشام ازادي راډیو ته ویلي:(( وګورئ مخكې له دې چې زموږ كارګر كورنيو او بهرنيو ماركېټونو ته د كار له پاره داخلېږي، ازموينه ترې اخستل كېږي، مهارت يې ارزول كېږي او بيا اسناد وركول كېږي.))
سعودي ته د كارګرو د لېږلو مسئله نوې نه ده، په تېرو څو كلونو كې دا موضوع ګرمه ده، خو ايا اوس د دغې چارې د عملي كېدو وخت رارسېدلى دی؟ د كارګرانو سراسري اتحاديه همدا اندېښنه لري او ټينګار كوي چې دا ځل دې دا ژمنه ژر ترسره شي.
د دغې اتحاديې ریيس معروف قادري وايي، دغه ډول تړونونه تر دې وړاندې له يو شمېر نورو هېوادونو سره هم شوي دي، خو تر اوسه څوك نه دي لېږل شوي: ((زموږ هیله دا ده، تر هغې چې په هېواد کې د کار زمینې برابریږي، د کارګرو مهارتونه دې تثبیت شي، څو په خارج کې د کار فرصتونه له لاسه ونه وځي.))
بې كاري په افغانستان كې ستره ستونزه ده، ویل کېږي چې ۳۰ په سلو کې د كار پر شرايطو برابر كسان وزګار ګرځي، له همدې كبله افغان حكومت اړ شو چې له يو شمېر هېوادونو سره په دې برخه كې تړونونه وكړي.
د منتقدينو په باور، كه څــه هــم د ملـي يـووالي حكومت مشرانو د ټاكنيزو منډو ترړو پر مهال، د بېكارۍ د له منځه وړو په تړاو لوى لوى شعارونه زمزمه كول، خو تر دې مهاله په عملي ډول په هېواد كې د بېكارۍ په كچه كې كمښت نه دى راغلى، بلكې دغه كچه نوره هم زياته شوې ده.
تېر كال د بېكارۍ له كبله، په لويه كچه لوستو او نالوستو افغان ځوانانو خارج ته د سفر موزې په پښو كړې، هغه سفر چې لوږې، تندې، سختۍ او بالاخره مرګ ورسره تړلې پېښې دي.
له بل لوري بيا په دې وروستيو كې د يو شمېر لويو پروژو د تړونونو په لاسليكېدو سره داسې هيلې راټوكېدلې چې ښايي ډېر ژر په افغانستان كې په ګڼو برخو كې كاري فرصتونه رامنځته شي.
ټاپي پروژه، د برېښنا د بندونو جوړول او داسې نورې لويې پروژې له يوه لوري په مستقيم ډول او له بل لوري په غير مستقيم ډول د بېكارۍ كچه راكمولاى شي.
خلك هم ټينګار كوي، تر هغې چې په افغانستان كې لويې اقتصادي پروژې پلې نه شي او صنعت چې د يوه هېواد د اقتصاد د ملا تېر بلل كېږي په پښو ونه درول شي، شونې نه ده چې په هېواد كې د بېكارۍ په كچه كې كمښت رامنځته شي.


