ads

كوټ، خوږياڼو او غني خېلو كې هوايي او ځمكني عمليات،۴۹ وسله وال مړه او ټپيان

د ننګرهار په خوږیاڼو، کوټ او غني خیلو ولسوالیو کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې امنیتي چارواکي د یو قومندان په ګډون د ۴۹ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي منسوبینو تېره شپه د کوټ […]

نویسنده: TKG
6 چنګاښ 1395
كوټ، خوږياڼو او غني خېلو كې هوايي او ځمكني عمليات،۴۹ وسله وال مړه او ټپيان

د ننګرهار په خوږیاڼو، کوټ او غني خیلو ولسوالیو کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې امنیتي چارواکي د یو قومندان په ګډون د ۴۹ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي منسوبینو تېره شپه د کوټ ولسوالۍ په احمد خیلو، جنجال غونډۍ او سه پای سیمو کې د هوایي او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ داعش وسله وال وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي .
خبرپاڼه همدا راز کاږي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې تېره شپه د هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو قومندان عمر خالد په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي . د ننګرهار په خوږیاڼو، کوټ او غني خیلو ولسوالیو کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې امنیتي چارواکي د یو قومندان په ګډون د ۴۹ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي منسوبینو تېره شپه د کوټ ولسوالۍ په احمد خیلو، جنجال غونډۍ او سه پای سیمو کې د هوایي او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ داعش وسله وال وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي .
خبرپاڼه همدا راز کاږي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې تېره شپه د هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو قومندان عمر خالد په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي .
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې غني خیلو ولسوالۍ کې د امنیتي منسوبینو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی، چې جسد یې هم په سیمه کې پاتې دى .
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په ترسره شويو بریدونو، عملیاتو او نښته کې د وسله والو مخالفینو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي .
بلخوا تر اوسه داعش او طالب وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA