چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواكونو او داعش وسله والو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې تر دا مهاله ۱۳۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د دغه ولايت والي سليم کندوزي تېره شپه رسنيو ته د خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل، د جمعې په شپه د جګړې له پيله تر دا مهاله ۳۶ داعش وسله وال په مخامخ جګړه او ۹۵ نور يې په هوايي او توپچي بريدونو کې وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، د يادې جګړې له كبله ۱۲ امنيتي سرتېري هم وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي: (( د جمعې په شپه چې په كوټ كې د دښمن له طرفه كومه حمله شوې وه، تر اوسه دښمن ۱۳۱ كسان له منځه ولاړ دي، ۳۶ يې په مستقيم جنګ كې او ۹۵ تنه نور په هوايي ګوزارونو كې له منځه تللي، دښمن قوي ضربه ليدلې خو موږ هم ۱۲ تنه شهيدان لرو او ۱۸ ټپيان لرو.)) چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواكونو او داعش وسله والو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې تر دا مهاله ۱۳۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د دغه ولايت والي سليم کندوزي تېره شپه رسنيو ته د خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل، د جمعې په شپه د جګړې له پيله تر دا مهاله ۳۶ داعش وسله وال په مخامخ جګړه او ۹۵ نور يې په هوايي او توپچي بريدونو کې وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، د يادې جګړې له كبله ۱۲ امنيتي سرتېري هم وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي: (( د جمعې په شپه چې په كوټ كې د دښمن له طرفه كومه حمله شوې وه، تر اوسه دښمن ۱۳۱ كسان له منځه ولاړ دي، ۳۶ يې په مستقيم جنګ كې او ۹۵ تنه نور په هوايي ګوزارونو كې له منځه تللي، دښمن قوي ضربه ليدلې خو موږ هم ۱۲ تنه شهيدان لرو او ۱۸ ټپيان لرو.))
د كندوزي په وينا، په کوټ ولسوالۍ کې داعش وسله والو مېرمنې له ځان سره نه دي بېولي، خو د جګړې په مهال له خپلو کورونو څخه لادرکه شوې وې، چې د وضعيت د ښه کېدو په ترڅ کې بېرته خپلو کورونو ته تللې دي: (( اصل قضيه دا ده چې دښمن په ډېر شدت باندې حمله وكړه، هر سړى له كوره په تېښته و، هر سړي غوښتل خپل ځان وژغوري، ځينو كورنيو په دې حالت كې خپله لاره وركه كړې ده، هغه خلك چې موږ طرف ته راروان وو، هغوى فكر كاوه چې داعش يې مېرمنې يوړلې، خو اصل حقيقت دا نه و، بلكې كورنۍ بېرته له خپلو خپلوانو سره يو ځاى شوې.))
د ننګرهار والي ډاډ ورکړ، چې د جمهوري رياست، امنيت شورا، کورنيو او ملي دفاع وزارتونو سره يې خبرې کړي او په کوټ ولسوالۍ کې به شته ستونزو ته ډېر ژر د پاى ټکى کېښودل شي.


