ads

د ډانګ او پړانګ ترمنځ افغانان

د پاکستان تر توندو غبرګونونو وروسته د افغان حکومت چوپه خوله پاتې کېدل، افغانان د ډانګ او پړانګ ترمنځ درولي، که دغه حالت دوام وکړي، پاکستانیان به د وخت په تېرېدو سره ډېر څه په افغانستان مني چې ټول د افغانستان په زیان تمامېږي.له هغې ورځې راهیسې چې په تورخم کې د پاکستاني پوځیانو او […]

نویسنده: TKG
6 چنګاښ 1395
د ډانګ او پړانګ ترمنځ افغانان

د پاکستان تر توندو غبرګونونو وروسته د افغان حکومت چوپه خوله پاتې کېدل، افغانان د ډانګ او پړانګ ترمنځ درولي، که دغه حالت دوام وکړي، پاکستانیان به د وخت په تېرېدو سره ډېر څه په افغانستان مني چې ټول د افغانستان په زیان تمامېږي.
له هغې ورځې راهیسې چې په تورخم کې د پاکستاني پوځیانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوه او پاکستاني پوځیان شا تګ ته اړ شول، د هغه هېواد سیاسي مشران او د پوځ لوړ پوړي چارواکي په تورخم کې د دروازې د کېنولو په اړه توندې او پاروونکې خبرې کوي، چې دوی به په هېڅ ډول هلته د دروازې له کېنولو په شا نه شي. د پاکستان تر توندو غبرګونونو وروسته د افغان حکومت چوپه خوله پاتې کېدل، افغانان د ډانګ او پړانګ ترمنځ درولي، که دغه حالت دوام وکړي، پاکستانیان به د وخت په تېرېدو سره ډېر څه په افغانستان مني چې ټول د افغانستان په زیان تمامېږي.
له هغې ورځې راهیسې چې په تورخم کې د پاکستاني پوځیانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوه او پاکستاني پوځیان شا تګ ته اړ شول، د هغه هېواد سیاسي مشران او د پوځ لوړ پوړي چارواکي په تورخم کې د دروازې د کېنولو په اړه توندې او پاروونکې خبرې کوي، چې دوی به په هېڅ ډول هلته د دروازې له کېنولو په شا نه شي.
دغو څرګندونو د ټول افغان ولس احساسات جریحه داره کړي او پوښتي چې ولې افغان حکومت د دغو څرګندونو په ضد موقف نه نیسي او ولس د ډانګ او پړانګ پر پوله دروي؟ د افغانانو عمومي باور دا دی که چېرته افغان حکومت د پاکستان په وړاندې همداسې چوپه خوله پاتې شي، امکان شته چې د کرښې په اوږدو کې چې ۲۷۰۰ کیلو مټره ده، نور جنجالونه هم رامنځته کړي.
له تورخم سره په صفري نقطه کې دروازې درولو او یا هلته تاسیساتو جوړولو ته اجازه ورکول د حکومت نه، بلکې د افغان ولس صلاحیت دی. له دې کبله په کار ده چې حکومت په ډېر احتیاط قدم کېږدي او له ولس سره مشوره وکړي.
خو وروسته له دغو نښتو او جنجالونو د اسلام اباد په غوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو شپږ کسیز پلاوی د تورخم دروازې د شخړې په هکله له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ورغی او هلته يې له پاکستاني چارواکو سره وکتل.
د پاکستاني چارواکو په خبره، په دې ملاقاتونو کې د تورخم پر شخړه خبرې شوې دي. پاکستاني چارواكي وايي، دوی به پر ډيورنډ کرښه له تورخم سره سره پر ټولو هغو لارو دروازې ولګوي چې پرې وګړي تګ راتګ کوي او دا ځکه چې د پاکستان په خبره همداسې پر ډيورنډ کرښه دواړو غاړو ته د ترهګرو د تګ راتګ او قاچاق مخه نیولی شي.
پاکستان چې کله هم د افغانستان په مسایلو کې له نړیوالو فشارونو سره مخ شوی، ځينو هغو تکتیکونو ته يې مخه کړې چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې له نړیوال ائتلاف سره ځان وفاداره وښيي او په دې پلمه له نړیوال ائتلاف نه امتیازات ترلاسه کړي او یا یې هم د افغان كډوالو په ځورولو لاس پورې کړی چې نه یوازې یو ښه ګاونډی نه شو ورته ویلی، بلکې هرکله یې راته په سیمه کې ستونزې او جنجالونه هم جوړ کړي دي.
د ملي یووالي حکومت د خپل کار له پیله په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره، بیا بیا پر پاکستان غږ کړی چې پخپله خاوره کې د افغان طالبانو او د هغوی د مشرانو په وړاندې جدي او ځپونکي اقدامات وکړي، خو دغه هېواد هېڅکله هم په دې برخه کې د افغان حکومت غږ ته غوږ نه دی ايښی.
پاکستان مخکې تر دې هم په ښکاره توګه زموږ د خاورې په ضد په خپله لمن کې تروریستي ګروپونه او ډلې روزلي او بیا یې زموږ خاورې ته د تروریستي بريدونو په خاطر رالېږلي، خو له کله نه چې افغان حکومت د ځینو بنسټیزو پروژو او تړونونو په تېره بیا له هند سره پر ځینو دغو پروژو کار پیل کړی، نو د پاکستان حکومت بیا د تورخم د کرښې پر صفري خط د دروازې جوړولو پلمه راواخيسته چې بالاخره د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه هم رامنځته شوه.
دا ټول هغه موارد دي چې په څرګنده توګه د افغانستان په چارو کې د پاکستان د دخالت او لاسوهنې او پر طالبانو د نفوذ درلودلو او آرام ژوند ته د افغانانو د نه پرېښودلو نمایندګي کوي.
4

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA