رپوټونه وايي، د امريکا د کليفورنيا ايالت په ځنګلونو کې له تېرو څو ورځو راهيسې لګېدلى اور نورو سيمو ته خپور شوى، چې له كبله يې لسګونه کورونه سوځېدلي او زيات شمېر موټرونه هم د اور د لمبو ښکار شوي دي.
امريکايي رسنيو ويلي، ياد اور د تېرې پنجشنبې په ورځ لګېدلى، خو تراوسه ژغورونکي نه دي توانېدلي، چې كابو يې كړي.
د سيمې سلګونو کورنيو ته د وتلو امر شوى او ژغورونکي له اوبو شيندونکو الوتکو او اطفايو څخه کار اخلي، ترڅو اور مړ کړي.
د کليفورنيا ځايي چارواکو ويلي، چې د دغې اورلګېدنې له كبله تراوسه دوه کسانو خپل ژوند له لاسه وركړى او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. رپوټونه وايي، د امريکا د کليفورنيا ايالت په ځنګلونو کې له تېرو څو ورځو راهيسې لګېدلى اور نورو سيمو ته خپور شوى، چې له كبله يې لسګونه کورونه سوځېدلي او زيات شمېر موټرونه هم د اور د لمبو ښکار شوي دي.
امريکايي رسنيو ويلي، ياد اور د تېرې پنجشنبې په ورځ لګېدلى، خو تراوسه ژغورونکي نه دي توانېدلي، چې كابو يې كړي.
د سيمې سلګونو کورنيو ته د وتلو امر شوى او ژغورونکي له اوبو شيندونکو الوتکو او اطفايو څخه کار اخلي، ترڅو اور مړ کړي.
د کليفورنيا ځايي چارواکو ويلي، چې د دغې اورلګېدنې له كبله تراوسه دوه کسانو خپل ژوند له لاسه وركړى او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
بلخوا بيا د امريکا په ويرجينيا ايالت کې د سخت باران له كبله په راوتلو سېلابونو کې لږ تر لږه شپږويشت کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د سېلابونو له كبله لسګونو کورونو ته هم زيان اوښتى او فصلونه يې له منځه وړي دي.


