د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېره ورځ د تدارکاتو ملي کمېسيون غونډه وکړه او د ۴۸۲ ميليونه افغانيو په ارزښت يې ۹ قراردادونه ومنل.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د تدارکاتو ملي کمېسيون د پروژو له څېړنې وروسته ۹ قراردادونه تاييد کړل او د پوهنې او کرنې وزارتونو اړوند دوه قراردادونه لا زياتې څېړنې ته پرېښودل شول.
په منظور شويو قراردادونو کې د غزني ولايت په ماليستان ولسوالۍ کې د يو روغتيايي کلينيک جوړول، د استينادي دېوالونو جوړول، د فارياب بېلابېلو ولسواليو د ۸۷ ښوونځيو لپاره د برېښنا او اوبو سيسټم جوړول، د قيصار- لامان د ۸۲ کيلو مټره سړک د ډيزاين او سروې پاتې کارونه، د کابل پوهنې رياست اړوند ۱۱۳۶ کسيزې ليلې جوړول، د نغلو او ماهيپر بندونو د سويچبورډونو بيارغول شامل دي. د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېره ورځ د تدارکاتو ملي کمېسيون غونډه وکړه او د ۴۸۲ ميليونه افغانيو په ارزښت يې ۹ قراردادونه ومنل.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د تدارکاتو ملي کمېسيون د پروژو له څېړنې وروسته ۹ قراردادونه تاييد کړل او د پوهنې او کرنې وزارتونو اړوند دوه قراردادونه لا زياتې څېړنې ته پرېښودل شول.
په منظور شويو قراردادونو کې د غزني ولايت په ماليستان ولسوالۍ کې د يو روغتيايي کلينيک جوړول، د استينادي دېوالونو جوړول، د فارياب بېلابېلو ولسواليو د ۸۷ ښوونځيو لپاره د برېښنا او اوبو سيسټم جوړول، د قيصار- لامان د ۸۲ کيلو مټره سړک د ډيزاين او سروې پاتې کارونه، د کابل پوهنې رياست اړوند ۱۱۳۶ کسيزې ليلې جوړول، د نغلو او ماهيپر بندونو د سويچبورډونو بيارغول شامل دي.
همدارنګه د تدارکاتو ملي کمېسيون د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قوماندانۍ اړوند د ۵۵ قلمه درملو قرارداد لغوه کول منظور کړل او قراردادي شرکت په خپلو ژمنو کې د پاتې راتلو له كبله د محروميت پروسې ته معرفي او له ياد قرارداد نه محروم شو.


