هندي چارواكي وايي، پرون په جمو او کشمير کې له وسله والو سره په نښته کې يې اته سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
هندوستان ټايمز ورځپاڼې ليکلي، نښته وروسته له هغې پيل شوه، كله چې د هندي سرتېرو موټرونه د کشمير مرکز سرينګر ته پر لاره وو او يو شمېر وسله والو پرې بريد وکړ.
يادې ورځپاڼې د ځايي پوليسو له قوله ويلي، چې تر لنډې نښتې وروسته دوه وسله وال هم په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.
هندي حکومت دا په تېرو څو کلونو کې په کشمير کې ستر بريد ياد کړى دى.
تراوسه د بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى. هندي چارواكي وايي، پرون په جمو او کشمير کې له وسله والو سره په نښته کې يې اته سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
هندوستان ټايمز ورځپاڼې ليکلي، نښته وروسته له هغې پيل شوه، كله چې د هندي سرتېرو موټرونه د کشمير مرکز سرينګر ته پر لاره وو او يو شمېر وسله والو پرې بريد وکړ.
يادې ورځپاڼې د ځايي پوليسو له قوله ويلي، چې تر لنډې نښتې وروسته دوه وسله وال هم په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.
هندي حکومت دا په تېرو څو کلونو کې په کشمير کې ستر بريد ياد کړى دى.
تراوسه د بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.


