((کورني کرکټ ته په راتلو سره مې په لومړي ځل د معلولینو او معیوبینو کرکټ لوبډلې جوړې کړې، د ړندو لوبډله توپ په شرنګي پېژني، بشپړ ړانده نه دي، بلکې د سترګو دید یې کمزوری او یا په سختۍ څه ویني.))
دا د محمد نظيم جار عبدالرحيمزي خبرې دي، هغه څوک چې په لومړي ځل يې په کابل کې په خپلې کپتانۍ هارډ بال کرکټ لوبه پيل کړه او د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د جوړېدو له پاره يې ستړياوې وګاللې. جار د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د تاراڼ کلي اوسېدونکی دی. نوموړی په ۱۳۵۷کال په کابل کې زېږېدلی دی. د جار کورنۍ ژمی په ننګرهار او اوړی په کابل کې تېروي.
((کورني کرکټ ته په راتلو سره مې په لومړي ځل د معلولینو او معیوبینو کرکټ لوبډلې جوړې کړې، د ړندو لوبډله توپ په شرنګي پېژني، بشپړ ړانده نه دي، بلکې د سترګو دید یې کمزوری او یا په سختۍ څه ویني.))
دا د محمد نظيم جار عبدالرحيمزي خبرې دي، هغه څوک چې په لومړي ځل يې په کابل کې په خپلې کپتانۍ هارډ بال کرکټ لوبه پيل کړه او د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د جوړېدو له پاره يې ستړياوې وګاللې. جار د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د ګنج کلي اوسېدونکی دی. نوموړی په ۱۳۵۷کال په کابل کې زېږېدلی دی. د جار کورنۍ ژمی په ننګرهار او اوړی په کابل کې تېروي.
نظیم جار وايي چې کورنۍ يې کابل ته د روسانو له راتګ سره سمه پېښور ته کډه شوه. جار د خپلې مورجانې له قوله وايي: ((مور مې وايي چې په کابل کې له کوره نه شوای وتلای، پلار مې په ورځو ورځو په کور ناست و، بازارونه ټول تړلي وو، له کډوالۍ پرته مو بله لاره نه لرله.))
نظيم جار او کورنۍ يې په کابل کې يو منځنۍ ژوند لاره. پلار يې هم په کابل کې قصابي کوله او هم یې له کابله پېښور ته د سوداګرۍ چارې پرمخ بیولې او له هغه ځایه به یې بیا کابل ته څاروي انتقالول، ګټه وټه يې بده نه وه، کورنۍ يې پرې چلېده، خو د جګړو شدت په پېښور کې مېشت کړل. نوموړی وايي: (( په کچه ګړۍ کې مېشت شوو، په يوه وچه دښته کې مو واړول، نه اوبه وې او نه مو د خوراک له پاره څه موندلی شول. لومړی مو کېږدۍ ودرولې، څو کاله وروسته مو د څپرې په څېر د خټو وړې وړې کوټې جوړې کړې چې ورو ورو په کورونو او انګړونو بدلې شوې.))
جار د کچه ګړۍ په کمپ کې د افغان کمېشنرۍ په ښوونځي کې زدهکړې پيلوي. د پښتو مضمون معلم هره ورځ ورته وايي چې نن د ټ توری زده کوو، ټ ټوپک، بل ساعت د رياضي مضمون معلم ورته وايي نن د جمع عمليه ترسره کوي، يوه مرمۍ او دوې مرمۍ درې مرمۍ کېږي، د کلاشينکوف يو شاجور دېرش مرمۍ خوري.
جار په زدهکړو کې تکړه دی، خو شوخۍ يې په زدهکړو منفي اغېزه کړې ده، هغه وايي: ((هر وخت به مې دې ته سودا وه چې له ماشومانو سره خوسی، واليبال يا کومه بله لوبه وکړم، د همدې شوخۍ له لاسه هېڅکله اول نومره نه شوم.))
جار يوه ورځ په ټولګي کې له نورو زدهکوونکو سره په شوخۍ بوخت دی چې د ديني زدهکړو معلم راځي او تر ټولو مخکې جار ته لښته نيسي او ښه په خوند يې وهي: (( دې پښو پښو ته يې ووهلم، خدای شته سم يې وسېزلم، په خېمو کې مو درس وايه او د ټولګي په ځمکه مو هم شګې اوارې کړې وې، يو موټی شګې مې راواخستې معلم مې په دې مخ پرې وويشت او له ښوونځي لوڅې پښې وتښتېدم.))
جار ډېر وخت ښوونځي ته نه ځي، شل ورځې وروسته يې چې پلار له کابل څخه ورځي او له کیسې خبریږي له معلم صاحب بښنه غواړي او جار بیرته ښوونځی پیلوي. د جار پلار له خپلو اولادونو د زدهکړو هيله لري او فقط هغه وخت به په غوسه کېدو چې هلکانو به له درس سترګې پټولې. جار د عصري زده کړو ترڅنګ په دیني زده کړو کې هم تکړه دی او څو ځله یې د قران کریم ترجمه او تفیسر کړی او درې سیپارې قران کریم یې حفظ هم دی. جار تر ۱۰ټولګي پورې په عمرثاني ليسه کې زده کړې کوي او بیـا د رحمــان بابا ليسـې ته ځي او په ۱۹۹۶ميلادي کال له دوولسم ټولګي فارغېږي.
جار په افغانستان کې د کرکټ د لومړنیو بنسټ اېښودونکو له ډلې څخه دی. نوموړی وايي، په ۱۹۹۲ميلادي کال کله چې د نړيوال جام سيالۍ ګوري له کرکټ سره يې مينه پيداکېږي: (( کور کې مو ټلويزيون نه لاره، د ماما کور ته به په پټه تلو چې د کرکټ سيالۍ وګورو، هغه وخت د واليبال ښه لوبغاړی وم، خو د کرکټ سياليو په ليدو مې لوری بدل کړ او کرکټ مې پيل کړ.))
جار په کچه ګړۍ کې د خپل کلي له هلکانو څخه د کرکټ یوه لوبډله جوړوي. جار وايي، هستي ګل عابد، تاج ملوک، کريم صادق او رييس احمدزی دا ټول له دوی سره په کلي کې اوسېږي او يو ځای لوبې کوي، جار د دوی کپتاني کوي او ښه بالر دی. جار وايي، هغه وخت دوی فکر نه کاوه چې افغانستان به يوه ورځ د کرکټ لوبډله ولري. جار ته یې کورنۍ په کرکټ نه غوسه کېده، خو په کلي کې یې سپينږيرو کرکټ ته بد رد ويل:((د کلي له سپينږيرو به لوبې ته په پټه تلو، موږ به يوه او دوه روپۍ په ګډه اچولې او يو بېټ به مو اخست، کله به مو چې بېټ مات شو بیا به مو مېخونه پرې وهل چې ډېر وخت کار وکړي.))
جار په کابل کې د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته کابل ته د کار له پاره راځي، خو په کابل کې هم په کرکټ اوړي. لومړی په چمن ببرک کې لوبې پيلوي: ((په چمن ببرک کې مو څو کسان پيدا کړل چې يوه وړوکې لوبډله جوړه کړو، په سپېرو خاورو کې به مو لوبې کولې، خو مينه مو ورسره لرله.))
جار او ملګري يې څه وخت وروسته په وزيراکبرخان کې يو سمنټي پيچ پيدا کوي او د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې په هارډ بال کرکټ پيلوي. له دوی سره دوست نظري، الله داد نوري او خالقداد په لوبو کې برخه اخلي. په دې وخت کې د هېواد د اولمپيک په برخه کې د خالقداد په مرسته د کرکټ يوازې يو کوچنی فدراسيون کار پيلوي.
د جار په وينا خالقداد په افغانستان کې د کرکټ اصلي بنسټ اېښودونکی دی. جار هره ورځ له تهیه مسکن څخه چې هلته د اوسېدو کوټه لري تر وزيراکبرخان پورې د کرکټ له پاره ځي راځي. په دې وختونو کې د کرکټ فدراسيون د جار او نورو لوبغاړو په مرسته هڅه کوي چې د کرکټ له پاره يوه مرکزي لوبډله جوړه کړي. تر دې وخته هم جار د کرکټ د وزيراکبرخان لوبډلې کپټان دی: (( دا چې ماته د کور چارې را په غاړه وې او په دې وختونو کې مې له پېښوره کابل او له کابل څخه پېښور ته د وچې مېوې، اینجې او ځينو نورو توکو سوداګري کوله، کپتاني مې تاج ملوک ته ورکړه، ځکه هغوی له کرکټ پرته کوم بل کار نه لاره.))
تاج ملوک او نور ملګري يې د کرکټ له پاره ملي ټيم جوړوي او جار هم په خپله غريبۍ پسې ځي. جار د کور د لګښتونو د پوره کولو له کبله له پوهنتون ويلو هم پاتې کېږي، خپلو وروڼو ته وايي چې له ده مشران او کشران ټول بايد پوهنتون ووايي. له کرکټ سره د جار اړيکې پرې کېږي، په جلالاباد ښار کې له يوه بل ملګري سره په ګډه د خوراکي توکو يو لوی عمده پلورنځی جوړوي، خو دا چې دوی د دوکاندارۍ تجربه نه لري، دوکان يې نه چلېږي او بېرته يې پرېږدي. په دې وختونو کې يې مشر ورور له پوهنتون فارغېږي، جار هم د کور مسووليت هغه ته سپاري خپله يو ځل بيا پېښور ته ځي او هلته انګريزي، کمپيوټر، مالي او حسابداري، د کمپيوټر هارډوېیر او د استادۍ روزنه اخلي: ((په پېښور کې له زدهکړو وروسته په ۲۰۰۶ميلادي کال بېرته کابل ته راغلم، فکر مې کاوه چې له دومره زده کړو سره اوس ښه دنده پیدا کولای شم، خو پوره څلور مياشتې په دنده پسې وګرځېدم، ولې پيدا مې نه کړه.))
جار د ۲۰۰۶ميلادي کال په پای کې د کوکنارو د له منځه وړلو په پروژه کې کار پيلوي، هلمند او روزګان ته ځي. جار د روزګان د مسافرۍ په اړه وايي: ((په روزګان کې وم چې له کوره زنګ راغی، مور مې ويل، کوژده دې مبارک شه. په همدې کال مو نوې کابل ته کډه راوړې وه چې بیا مې وروسته په ۲۰۰۸ميلادي کال واده وکړ.))
د کوکنارو پروژه هم ختمېږي، جار يو ځل بيا بېکاره کېږي. جار ځان بېکاره نه پرېږدي، له پېښوره کابل ته موبايلونه راوړي او له دې ځایه بيا پېښور ته وچه مېوه وړي، خو له دې کاره هم ستړی کېږي او په پکتيکا کې د قومونو د اړيکو په دفتر کې د روزونکي په توګه دنده پيلوي، د انګريزي، کمپيوټر او ادارې درس ورکوي، خو په ۲۰۰۹ميلادي کال د ناامنيو له کبله دا دفتر هم بندېږي او جار يو ځل بيا بېکاره کېږي: ((دا وخت مې يو ځل بيا له بېکارۍ ګټه واخسته او په مریم شخصي پوهنتون کې مې په ۲۰۱۰کال اقتصاد پوهنځی پيل کړ چې په ۲۰۱۳ميلادي کال ترې فارغ شوم.))
جار وايي، هر کار به يې چې کاوه زړه به يې په کرکټ پسې تخنېده، په هرڅه کې يې کرکټ ليده او هر وخت يې زړه غوښتل چې توپ واچوي، وېکټې وولي او د کرکټ چارې تنظيم کړي: ((کرکټ سره مو مينه له اندازې وتلې وه، له همدې کبله په ۲۰۱۱کال يو ځل بيا کرکټ بورډ ته راغلم.))
کرکټ بورډ ازموينه ترې اخلي او د ملي ډلې تخنيکي مسوول يې ټاکي او څه وخت وروسته بيا د کورني کرکټ مسوول کېږي. جار د کورني کرکټ په برخه کې په ټولو ولايتونو کې ولايتي لوبډلې لري او کوچيانو ته هم يوه ولايتي لوبډله ورکوي. جار د څه وخت له پاره د ملي لوبډلې منیجر کېږي او له لوبډلې سره هالنډ ته د سياليو له پاره ځي او په ۲۰۱۲ميلادي کال بېرته د کورني کرکټ مسوول ټاکل کېږي.
جار وايي چې په کورني کرکټ کې یې لويه لاسته راوړنه د معلولینو او معیوبینو د لوبډلو جوړول وو. معلولین او معیوبین اوس د هېواد په پنځو زونونو کې د کرکټ لوبډلې لري: ((د ګونګيانو په لوبډله کې ډېر ښه بالران دي، اکاډمي مو ورته جوړه کړه. فـزیـکـي مـعلـولين مــو پـــاکـسـتان، هنـدوستان، بنګله دېش او څو نورو هېوادونو ته د زدهکړو له پاره ولېږل.))
دوی په ۲۰۱۳ميلادي کال د لومړي ځل له پاره د شپږيزې سيالۍ جوړې کړې: ((د شپږيزې سيالۍ مو په ډېره لوړه کچه جوړې کړې او د کورني کرکټ په چوکاټ کې مو د ښوونځيو او رسنيو سيالۍ هم جوړې کړې. د هېواد ۱۹کلنه او ۱۷کلنه لوبډله ټوله د کورني کرکټ له لوبډلو څخه ټاکل شوي دي.))
جار د کرکټ په برخه کې د ښو خدمتونو له کبله د ماليې د پخواني وزير عمر زاخېلوال څخه دوه ستاينليکونه هم اخستي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


