ads

امنيتي ځواكونو په دوربابا كې ۴۰۰ كېلو ګرامه امونيم نايتريت نيولي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، دوربابا ولسوالۍ کې یې د یو لړ پلټنو پرمهال څلور سوه کیلو ګرامه امونیم نایتریت سره نیولې ده.د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه ناوخته امنیتي ځواکونو د دور بابا ولسوالۍ په (ګوړكو) سیمه کې څلور […]

نویسنده: TKG
6 چنګاښ 1395
امنيتي ځواكونو په دوربابا كې ۴۰۰ كېلو ګرامه امونيم نايتريت نيولي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، دوربابا ولسوالۍ کې یې د یو لړ پلټنو پرمهال څلور سوه کیلو ګرامه امونیم نایتریت سره نیولې ده.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه ناوخته امنیتي ځواکونو د دور بابا ولسوالۍ په (ګوړكو) سیمه کې څلور سوه کیلو ګرامه امونیم نایتریت سره چې په اتو بوریو کې د یوه کرولا موټر په واسطه انتقالیده نیولې ده.
خبر پاڼه وایي، ددغو پلټنو پرمهال د امنیتي ځواکونو له لوري ۲۳ بنډله ثانیه سوز پلتې هم ترلاسه شوې دي.
سرچینه وایي، د یادو توکو د پلټنې پرمهال موټر چلوونکی په تیښته بریالی شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA