د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، داعش هغه تروريستي ډله ده، چې د هېڅ ملت د ملي حاکميت حق نه مني.
نوموړي دا خبره د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې د وروستيو بريدونو په غبرګون کې کړې ده.
د اتمر په وينا، داعش ډله د جګړې په مهال له تر ټولو غير انساني او وحشيانه چلند او تکتيکونو څخه استفاده کوي.
نوموړى زياتوي، چې داعش په ننګرهار کې تر يو ځل ځپل کېدو وروسته يو وار بيا د ملکي خلکو د استوګنې پر سيمو بريدونه وکړل او يو شمېر ملكي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله. د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، داعش هغه تروريستي ډله ده، چې د هېڅ ملت د ملي حاکميت حق نه مني.
نوموړي دا خبره د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې د وروستيو بريدونو په غبرګون کې کړې ده.
د اتمر په وينا، داعش ډله د جګړې په مهال له تر ټولو غير انساني او وحشيانه چلند او تکتيکونو څخه استفاده کوي.
نوموړى زياتوي، چې داعش په ننګرهار کې تر يو ځل ځپل کېدو وروسته يو وار بيا د ملکي خلکو د استوګنې پر سيمو بريدونه وکړل او يو شمېر ملكي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د هغه په خبره، دوى به له داعشه د دې ظلم غچ واخلي.
اتمر وايي، امنيتي ځواکونو وړمه شپه د عملياتو په مهال د يادې ډلې مهمې مواضع په نښه کړې او په پام کې ده، چې ډېر ژر يې په وړاندې پراخ ځمکني او هوايي عمليات پيل شي.
د ملي امنيت سلاکار زياتوي، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران او د وسله وال پوځ لوى درستيز په سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره هره شېبه په تماس کې دي.


