د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په کوټ ولسوالۍ کې له داعش وسله والو سره د امنیتي ځواکونو د پرونۍ جګړې له امله ۶۹ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې داعش وسله والو پرون د دغې ولسوالۍ په یو شمېر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه كړي، چې امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته په کې هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د ګډو افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۳۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په کوټ ولسوالۍ کې له داعش وسله والو سره د امنیتي ځواکونو د پرونۍ جګړې له امله ۶۹ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې داعش وسله والو پرون د دغې ولسوالۍ په یو شمېر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه كړي، چې امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته په کې هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د ګډو افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۳۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
خوږیاڼی وایي، په دغو بریدونو کې داعش وسله والو د څلور کوچنیانو او څلورو میرمنو په ګډون اته ملکي وګړي وژلي او اووه نور یي ټپیان کړي دي.
سرچینه وایي، چې په دغو نښتو کې دوه سرتېري هم وژل شوي او درې نور يې ټپیان شوي دي: (( همدا راز په کوټ ولسوالۍ کې د افغان او داعش وسله والو په نښتو کې وسله والو د ملکي وګړو ۲۳ کورونه سوځولي او شاوخوا ۳۰ نور ملکي وګړي يې له ځان سره بیولي، چې یو شمېر یې بیرته د امنیتي ځواکونو له لوري د داعش له منګولو راخوشي شوي دي.))
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
بل لورته د دفاع وزارت له لوري هم په خپره شوې خبر پاڼه کې د کوټ د نښتې په اړه ویل شوي، چې په دغه جګړه کې ۴۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.


