ads

قرغزستان د شانګهاى همكاريو كنفرانس كې د كابل د غړيتوب ملاتړ كوي

د قرغزستان جمهور رئيس الماس بيګ اتامبايوف وايي، هېواد يې د شانګهاى همکاريو سازمان کې د افغانستان د غړيتوب ملاتړ کوي او له دغه هېواد سره د اړيکو پراختيا غواړي.نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر په تاشکند کې د شانګهاى د همکاريو سازمان غونډې په څنډه کې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې […]

نویسنده: TKG
5 چنګاښ 1395
قرغزستان  د شانګهاى همكاريو كنفرانس كې د كابل د غړيتوب ملاتړ كوي

د قرغزستان جمهور رئيس الماس بيګ اتامبايوف وايي، هېواد يې د شانګهاى همکاريو سازمان کې د افغانستان د غړيتوب ملاتړ کوي او له دغه هېواد سره د اړيکو پراختيا غواړي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر په تاشکند کې د شانګهاى د همکاريو سازمان غونډې په څنډه کې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو جمهور رئيسانو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو او اړيکو پر پراختيا بحث او خبرې وکړې. د قرغزستان جمهور رئيس الماس بيګ اتامبايوف وايي، هېواد يې د شانګهاى همکاريو سازمان کې د افغانستان د غړيتوب ملاتړ کوي او له دغه هېواد سره د اړيکو پراختيا غواړي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر په تاشکند کې د شانګهاى د همکاريو سازمان غونډې په څنډه کې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو جمهور رئيسانو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو او اړيکو پر پراختيا بحث او خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د وسپنې کرښې له لارې د دواړو هېوادونو د اتصال د څرنګوالي په هکله بحث او خبرې وکړې، د برېښنا کاسا ۱۰۰۰پروژه يې د سيمې په کچه يوه مهمه اقتصادي پروژه وبلله او ټينګار يې وکړ، چې دا ډول پروژې دې په راتلونکې کې لا زياتې شي.
جمهور رئيس غني وويل، دوى په سيمه کې د انرژۍ د سوداګرۍ ثابت بنسټ کېښود او افغانستان په نږدې راتلونکي کې د انرژۍ د ټرانزيټ په مرکز بدلېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA