ads

زما بريا د نورو د سترګو خار

زرين تاج ملك زاده د بانو په نوم د یوه خصوصي بار وړونکي شرکت مشره ده چې خپل کار يې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې پیل کړى دی او اوسمهال د حامد كرزي نړيوال هوايي ډګر له ګمرک څخه د سوداګرو مالونه د هېواد ۲۴ ولایتونو ته لېږدوي.دغه شرکت تر دې مخکې د نظامي قول […]

نویسنده: TKG
5 چنګاښ 1395
زما بريا د نورو د سترګو خار

زرين تاج ملك زاده د بانو په نوم د یوه خصوصي بار وړونکي شرکت مشره ده چې خپل کار يې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې پیل کړى دی او اوسمهال د حامد كرزي نړيوال هوايي ډګر له ګمرک څخه د سوداګرو مالونه د هېواد ۲۴ ولایتونو ته لېږدوي.
دغه شرکت تر دې مخکې د نظامي قول اردوګانو د لرګیو او ناټو ځواکونو د تېلو د لېږد مسووليت پر غاړه درلود. زرین تاج ملک زاده وايي: “په دې موده کې که څه هم څو څو ځلې د نورو شرکتونو موټرونه چپه او یا هم ورک شوي دي، خو زما د شرکت هېڅ موټر نه ورک شوی او نه هم چپه شوى، ځکه ما دغه کار ته د ټولو شرایطو په وړاندې ځان عیار کړی دى.” زرين تاج ملك زاده د بانو په نوم د یوه خصوصي بار وړونکي شرکت مشره ده چې خپل کار يې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې پیل کړى دی او اوسمهال د حامد كرزي نړيوال هوايي ډګر له ګمرک څخه د سوداګرو مالونه د هېواد ۲۴ ولایتونو ته لېږدوي.
دغه شرکت تر دې مخکې د نظامي قول اردوګانو د لرګیو او ناټو ځواکونو د تېلو د لېږد مسووليت پر غاړه درلود. زرین تاج ملک زاده وايي: “په دې موده کې که څه هم څو څو ځلې د نورو شرکتونو موټرونه چپه او یا هم ورک شوي دي، خو زما د شرکت هېڅ موټر نه ورک شوی او نه هم چپه شوى، ځکه ما دغه کار ته د ټولو شرایطو په وړاندې ځان عیار کړی دى.”
نوموړې زياتوي چې په دې وروستیو څو میاشتو کې په کاري چاپېریال کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده، ځكه د دې په وينا ځینې نارینه سوداګر او یو شمېر چارواكي ورسره تبعیضي چلند کوي او د کارونو په وړاندې يې ورته خنډونه جوړوي.
ملک زاده وايي، دا خنډونه هغه وخت پیل شول کله چې یې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر څخه د سوداګریزو توکو د لېږد جواز ترلاسه کړ.
هغه په ځانګړي ډول د حامد كرزي نړيوال هوايي ډګر د ګمرک له مسوولینو ډېره ګیله لري او وايي، د هوايي ډګر د ګمرک مشر خپلو افسرانو ته امر کړی چې د بانو شرکت موټرونه هوایي ډګر ته دننه پرې نه ږدي، ځکه د دغه شرکت مشري د یوې ښځې پر غاړه ده.
خو د ياد هوایي ډګر د ګمرک آمر خالد اکرم د مېرمن ملک زاده خبرې ردوي او وايي: “د هوایي ډګر پر ګمرک هر تور چې لګول شوی بې اساسه دی، ځکه زموږ مسوولیت یوازې د مالیاتو ټولول دي او د موټرونو په راتګ یا بندیز کې هېڅ لاس نه لرو، دا د سرحدي پولیسو دنده ده چې کوم موټر پرېږدي کوم نه پرېږدي.”
زرين تاج ملک زاده همدارنګه وايي، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته غیر قانوني موټرونه تګ راتګ کوي او د دې موټرونو خاوندان پولیسو ته د پیسو په بدل کې د سوداګرو مالونه لېږدوي.
هغه زیاتوي: “د سرحدي پولیسو یو تن چارواکي راته ویلي و که چېرته ۵۰۰ زره افغانۍ ورکړم، نو زما د شرکت موټرونه به هم پرېږدي چې په آزاده توګه هوايي ډګر ته دننه شي، د هغه د بډې غوښتلو له کبله مې د پولیسو نورو چارواکو ته خپل شکایت وړاندې کړ او په دې تړاو اوس هم څېړنې روانې دي.”
خو د دغه هوایي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان حق نواز حقیار په خپلو لیکو کې د اداري فساد شتون ردوي او وایي: “دا زموږ د پولیسو دنده ده، ترڅو هر هغه موټر چې قانوني اسناد ولري، د اسنادو تر څېړلو وروسته د هوایي ډګر دننه پرېږدي، خو دا چې موږ سوداګر دې ته اړ کړو چې خپل سوداګریز توکي د کوم شرکت په موټرونو كې ولېږدوي، دا هېڅکله نه شو کولای.”
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ګمرک مخې ته یو شمېر سوداګرو لاریون وکړ. لاریون کوونکو سوداګرو ويل چې خپل سوداګریز توکي په خپله لېږدوي او نه غواړي د کوم انتقالاتي شرکت په انحصار کې واوسي.
زرين تاج ملك زاده بیا د انحصار ټکى ردوي او دا د خپل شرکت حق ګڼي چې د سوداګرو مالونه او توکي ولېږدوي: “دا بېخي غلطه خبره ده، ځکه سوداګر یوازې د صادراتو او وارداتو جواز لري، د انتقالاتو کار بیا د ټرانسپورټي شرکتونو پر غاړه دى.”
خو د حامد كرزي نړيوال هوايي ډګر کې د سوداګرو ټولنې مشر اسد د مېرمن ملک زاده د خبرو په تړاو وایي: “هر سوداګر حق لري چې خپل باوري کس باندې په ښې بیې خپل مالونه ولېږدوي، داسې خو نه شي کېدای چې سوداګر دې د یو شرکت په انحصار کې وي، دا اصلاً د منلو موضوع نه ده، دا خبره په کلکه ردومه چې ګواکې سوداګر د دې لپاره د بانو له شرکت سره مرسته نه کوي چې مشري یې د یوې ښځې پر غاړه ده.”
د بانو په نوم د خصوصي بار وړونکي شرکت مشره زرین تاج ملک زاده پر حکومت غږ كوي، که چېرې ښځې کولای شي د نارینه وو په څېر له هغوى سره اوږه په اوږه په هره برخه کې کار وکړي او په ټولنه کې فعالې واوسي، نو د ښځو د کار او پرمختګ په وړاندې د دا ډول ستونزو مخه دې ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA