ads

د كامې پر امنيه قومندان ناكام بمي بريد شوى

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د کامې ولسوالۍ امنیه قوماندان د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو له چاودنې روغ وتلی دی.چارواکي وایي، پر امنیه قوماندان دغه چاودنه نن سهارشاو خوا نهه بجې شوې ده.د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د کامې ولسوالۍ امنیه قوماندان زلمی مظلوم یار نن سهار خپلې […]

نویسنده: TKG
5 چنګاښ 1395
د كامې پر امنيه قومندان ناكام بمي بريد شوى

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د کامې ولسوالۍ امنیه قوماندان د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو له چاودنې روغ وتلی دی.
چارواکي وایي، پر امنیه قوماندان دغه چاودنه نن سهارشاو خوا نهه بجې شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د کامې ولسوالۍ امنیه قوماندان زلمی مظلوم یار نن سهار خپلې دندې ته په لاره و، چې د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته نا رسیده پرې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو چاودنه شوې ده.
خوږیاڼی وایي، چې په دغه چاودنه کې امنیه قوماندان او موټر ته یې هیڅ  زیان نه دی رسیدلی. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د کامې ولسوالۍ امنیه قوماندان د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو له چاودنې روغ وتلی دی.
چارواکي وایي، پر امنیه قوماندان دغه چاودنه نن سهارشاو خوا نهه بجې شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د کامې ولسوالۍ امنیه قوماندان زلمی مظلوم یار نن سهار خپلې دندې ته په لاره و، چې د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته نا رسیده پرې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو چاودنه شوې ده.
خوږیاڼی وایي، چې په دغه چاودنه کې امنیه قوماندان او موټر ته یې هیڅ  زیان نه دی رسیدلی.
بلخوا تر اوسه د دغې چاودنې مسولیت د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA