د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ کې د قرانکریم د شاوخوا ۱۰۰ حافظانو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ پيل شوې، چې په لومړي پراو کې یې ۶۰ تنو دویم پړاو ته لاره پيدا کړې ده.
دا سیالۍ پرون د سرخرود د مدني ټولنو د همغږۍ شورا لخوا پيل شوي، چې موخه یې د دیني علومو زده کړو ته د خلکو هڅول په ګوته شوي دي.
د یادې شورا یو غړي ډاکټر شکرالله مشکور کلید ته وویل، چې دا سیالۍ به په څو پړاوونو کې ترسره شي او په پای کې به یې غوره حافظ هم وټاکل شي.
دغه راز په یاده سیالۍ کې ګډونوال قاري صاحبان وايي، چې سیالي په پوره شفافیت روانه ده او دا یې دیني زده کړو ته د خلکو د هڅونې لپاره غوره وګڼله.
د یادې سیالۍ جوړوونکي ډاډ ورکوي، چې په راتلونکي کې به هم ورته روزنیزې او ښوونیزې سیالۍ د ننګرهار په نورو سیمو کې هم ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ