په كندوز ولایت كې د برېښنا د حوزوي شرکت رئیس انجینر حمیدالله وایي، نږدې ۱۶۰ میلیونه افغانۍ یې په زورواکو او دولتي ادارو باندې پور پاتې دي چې هره اداره يې له لنډولو سر غړوي.
انجنیر حمیدالله په یو مطبوعاتي کنفرانس کې رسنیو ته وویل، څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ د كندوز بیلابیلې دولتي ادارې د برښنا له ریاست څخه قرضدارې دي او ۶۷ میلیونه افغانی په زورواکو باندې پور پاتې دي.
د كندوز د برېښنا رئیس زياته كړه، په یو شمېر زورواکو یې زور نه رسیږې او حتى د امنیت شورا ته یې د یادو کسانو لیستونه لیږلي دي تر څو قانوني چلند ورسره وشي، خو تر اوسه هېڅ نه دي شوي. په كندوز ولایت كې د برېښنا د حوزوي شرکت رئیس انجینر حمیدالله وایي، نږدې ۱۶۰ میلیونه افغانۍ یې په زورواکو او دولتي ادارو باندې پور پاتې دي چې هره اداره يې له لنډولو سر غړوي.
انجنیر حمیدالله په یو مطبوعاتي کنفرانس کې رسنیو ته وویل، څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ د كندوز بیلابیلې دولتي ادارې د برښنا له ریاست څخه قرضدارې دي او ۶۷ میلیونه افغانی په زورواکو باندې پور پاتې دي.
د كندوز د برېښنا رئیس زياته كړه، په یو شمېر زورواکو یې زور نه رسیږې او حتى د امنیت شورا ته یې د یادو کسانو لیستونه لیږلي دي تر څو قانوني چلند ورسره وشي، خو تر اوسه هېڅ نه دي شوي.
انجنیر حمیدالله زياتوي، په یاد لیست کې داسې کسان هم شته چې په تېرو ۱۴ کلونو کې يې د برېښنا رياست ته يوه افغانۍ هم تر اوسه نه ده تحویل کړي
د كندوز د برښنا ریاست د چارواکو په وینا کله چې د برښنا ریاست کارکوونکي وغواړي چې د زورواکو برق قطع کړي نو د هغوى لخوا سخت وهل او ډبول خوري.
د كندوز ولایت د برېښنا شرکت رئیس زیاته کړه چې د خان اباد ولسوالی د برق د بند د جوړیدو کار همدا اوس مهال په تدارکاتو کې دی چې ډیر ژر به یې کار پیل شي.


