جمهور رئيس محمد اشرف غني د جمعې په ورځ په تاشكند كې د ازبکستان جمهور رئيس اسلام کريموف سره وکتل، دواړو جمهور رئيسانو د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا او سيمه ييزو پروژو په هکله بحث او خبرې وکړې.
د ارګ په خبرپاڼه كې د اسلام کريموف له قوله راغلي، چې دوى په اقتصادي، امنيتي، فرهنګي او زېربنايي برخو کې د ازبكستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو د پراختيا غوښتونکي دي.
د ازبکستان جمهور رئيس تيارى وښوده، چې د دغه هېواد له سرحد څخه تر مزار شريف پورې به د اورګاډي کرښه وغځوي. جمهور رئيس محمد اشرف غني د جمعې په ورځ په تاشكند كې د ازبکستان جمهور رئيس اسلام کريموف سره وکتل، دواړو جمهور رئيسانو د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا او سيمه ييزو پروژو په هکله بحث او خبرې وکړې.
د ارګ په خبرپاڼه كې د اسلام کريموف له قوله راغلي، چې دوى په اقتصادي، امنيتي، فرهنګي او زېربنايي برخو کې د ازبكستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو د پراختيا غوښتونکي دي.
د ازبکستان جمهور رئيس تيارى وښوده، چې د دغه هېواد له سرحد څخه تر مزار شريف پورې به د اورګاډي کرښه وغځوي.
بلخوا جمهور رئيس غني وويل، ازبکستان د ټرانسپورټ انجنيري په برخه کې عظيم ظرفيت لري او دوى لېواله دي، چې د واضح چوکاټ په اساس په دې برخه کې د هغه هېواد له تجربو ګټه واخلي.
همدارنګه د هېواد جمهور رئيس وړانديز وکړ، چې د افغانستان او ازبکستان د اقتصادي اړيکو د ودې لپاره دې يو ګډ کمېسيون جوړ شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د زېربنايي، اقتصادي، سوداګريزو او فرهنګي موضوعاتو په اړه بحث وکړي.


