د كډوالو چارو وزارت وايي، د روانې ميلادي مياشتې په پاى كې په پاكستان كې د ميشت كډوالو د كارتونو دغځولو په اړه درې اړخيزه ناسته جوړيږي.
د كډوالو چارو وزارت وايي، د روانې ميلادي مياشتې په پاى كې په پاكستان كې د ميشت كډوالو د كارتونو دغځولو په اړه درې اړخيزه ناسته جوړيږي.
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاكار حفيظ احمدمياخيل كليد ته وويل، له پاكستان سره د افغان كډوالو د اوسېدو د مودې په غځولو هوكړه هم شوې ده خو بيا هم د جون مياشتې په پاى كې به په اسلام آباد كې د افغانستان، پاكستان او د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې ترمنځ په دې اړه درې اړخيزه ناسته هم جوړه شي.
مياخيل په ورته وخت كې زياتوي چې د كډوالو چارو وزارت اوسمهال د كډوالو د داوطلبانه راستنېدو په ستراتيژۍ كار كوي، ترڅو كډوال وهڅوي چې په خپله خوښه هيواد ته راستانه شي.
له دې وړاندې پاكستاني چارواكو خبردارى وركړى و چې د روانې جون مياشتې ترپايه په پاكستان كې د افغان كډوالو د اوسېدو قانوني موده پاى ته رسيږي او هغوى بايد نور خپل هيواد ته ستانه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


