ads

په ننګرهار كې د ۱۶ تنو طالبانو وژل کېدل

ملي دفاع وزارت وايي، په ننګرهار كې ۳۵ تنه د دولت وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه څه كم درې بجې طالبانو د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريد وكړ چې د دولتي ځواكونو له كلك مقاومت سره مخ […]

نویسنده: TKG
4 چنګاښ 1395
په ننګرهار كې د ۱۶ تنو طالبانو وژل کېدل

ملي دفاع وزارت وايي، په ننګرهار كې ۳۵ تنه د دولت وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه څه كم درې بجې طالبانو د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريد وكړ چې د دولتي ځواكونو له كلك مقاومت سره مخ شول. ملي دفاع وزارت وايي، په ننګرهار كې ۳۵ تنه د دولت وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه څه كم درې بجې طالبانو د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريد وكړ چې د دولتي ځواكونو له كلك مقاومت سره مخ شول.
خبرپاڼه زياتوي چې د دغه نښتې په پايله كې د طالبانو دوه تنه قوماندانان شيرحسن چې په درويش مشهور و او قاري حنيف له خپلو څوارلسو ملګرو سره وژل شوي او نولس تنه نور ټپيان دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA