ads

په فارياب كې ۱۵ تنه د دولت وسلوال مخالفين وژل شوي دي

د فارياب امنيتي چارواكي وايي، د دغه ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ كې له تېرو څلورويشتو ساعتونو راهيسې جګړه روانه ده چې تر اوسه پورې پكې شل تنو د دولت وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فارياب امنيتي چارواكي وايي، د دغه ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ كې له تېرو څلورويشتو ساعتونو راهيسې جګړه روانه […]

نویسنده: TKG
4 چنګاښ 1395
په فارياب كې ۱۵ تنه د دولت وسلوال مخالفين وژل شوي دي

د فارياب امنيتي چارواكي وايي، د دغه ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ كې له تېرو څلورويشتو ساعتونو راهيسې جګړه روانه ده چې تر اوسه پورې پكې شل تنو د دولت وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فارياب امنيتي چارواكي وايي، د دغه ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ كې له تېرو څلورويشتو ساعتونو راهيسې جګړه روانه ده چې تر اوسه پورې پكې شل تنو د دولت وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، په دې جګړه كې تر اوسه پورې د طالبانو د درې قوماندانانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او پنځه تنه نور يې ټپيان دي.
د نوموړي په خبره په ياده جګړه كې د سيمه ييزو پاڅونوالو هم درې تنه وژل شوي او دوه تنه پاڅونوال او يو پوليس ټپيان دي.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ چارواكي وايي، دغه عمليات به تر هغه دوام وكړي ترڅو ياده سيمه د دولت د وسلوالو مخالفينو څخه پاكه شي.
خو طالبانو تر اوسه پورې رسنيو ته په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA