د هرات امنيه قوماندان وايي، دښمن د پوليسو په منځ كې دى، كه نه نو له پوليسو سره هيڅو د مقابلې توان نه لري.
نوموړى زياتوي د دولت وسلوال مخالفين د پوليسو په منځ كې دي او له دې خلا څخه د دولت پرضد ګټه اخلي، مجيد روزي په يوه خبري غونډه كې په ښكار توګه وويل، د هرات د پوليسو په منځ كې داسې كسان شته چې د دولت ضد فعاليتونه د هغوى په وسيله همغږي او ترسره كيږي. د هرات امنيه قوماندان وايي، دښمن د پوليسو په منځ كې دى، كه نه نو له پوليسو سره هيڅو د مقابلې توان نه لري.
نوموړى زياتوي د دولت وسلوال مخالفين د پوليسو په منځ كې دي او له دې خلا څخه د دولت پرضد ګټه اخلي، مجيد روزي په يوه خبري غونډه كې په ښكار توګه وويل، د هرات د پوليسو په منځ كې داسې كسان شته چې د دولت ضد فعاليتونه د هغوى په وسيله همغږي او ترسره كيږي.
نوموړى وايي، د دغه كسانو د پيژندلو لپاره يې پلانونه جوړ كړي او په خپل هر سرتيري يا افسر چې شك پيدا كړي نو هغه به ونيسي او څارنوالۍ ته به يې ور وپيژني.
له دې وړاندې هم د هرات امنيه قوماندان ويلي و چې په هرات كې له پنځم ستون سره مبارزه كوي او په وينا يې داسې كسان شته چې په ناامنۍ كې يې ګټې دي.
له دې وړاندې د هرات د پوليسو له خوا د دولتي كسانو او مخورو خلكو د ترور راپورونه خپاره شوي وو.


