ads

د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ پر امنيتي پوستو داعش جنګياليو بريد کړى

د ننګرهار سيمه ييز چارواكي وايي، تېره شپه شاوخوا دوه بجې داعش جنګياليو د دغه ولايت د كوټ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په يو شمېر پوستو بريدونه كړي چې په پايله كې يې د دواړو لورو ترمنځ جګړه رامنځته شوې ده. د ننګرهار سيمه ييز چارواكي وايي، تېره شپه شاوخوا دوه بجې داعش جنګياليو […]

نویسنده: TKG
4 چنګاښ 1395
د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ پر امنيتي پوستو داعش جنګياليو بريد کړى

د ننګرهار سيمه ييز چارواكي وايي، تېره شپه شاوخوا دوه بجې داعش جنګياليو د دغه ولايت د كوټ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په يو شمېر پوستو بريدونه كړي چې په پايله كې يې د دواړو لورو ترمنځ جګړه رامنځته شوې ده. د ننګرهار سيمه ييز چارواكي وايي، تېره شپه شاوخوا دوه بجې داعش جنګياليو د دغه ولايت د كوټ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په يو شمېر پوستو بريدونه كړي چې په پايله كې يې د دواړو لورو ترمنځ جګړه رامنځته شوې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوكياڼي نن كليد ته وويل چې په دې جګړه كې تر ديرشو پورې د داعش جنګيالي وژل شوي او د دې ترڅنګ امنيتي ځواكونو او ملكي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په خبره په دې جګړه كې درې تنه ملګي وګړي وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان دي.
خو د دغه ولايت د كوټ ولسوال سيدالرحمن كليد ته وويل چې اوس هم جګړه روانه ده او داعش جنګياليو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړى زياتوي چې په ياده جګړه كې تر لسو پورې امنيتي ځواكونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال كې ده چې له دې وړاندې امنيتي چارواكو ويلي و چې په ننګرهار كې داعش وسلوال ځپل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA