د افغانستان او قزاقستان مشرانو د دوه اړخيزو اړيكو د پراختيا په اړه خبرې اترې وكړې.
جمهوررييس محمداشرف غني د شانګهاى ناستې په څنډه كې
د افغانستان او قزاقستان مشرانو د دوه اړخيزو اړيكو د پراختيا په اړه خبرې اترې وكړې.
جمهوررييس محمداشرف غني د شانګهاى ناستې په څنډه كې د پنجشنبې په ورځ ماښام د قزاقستان له جمهوررييس نورسلطان نظربايوف سره وكتل، په دغه كتنه كې چې د ازبكستان د جمهوري رياست د كوك سراى په ماڼۍ كې ترسره شوه، د دواړو هيوادونو مشرانو د دوه اړخيزو همكاريو په پراختيا او له تروريزم سره په ګډې مبارزې خبرې اترې وكړې.
دواړو لورو د امنيتي همكاريو او سوداګريزو اړيكو په پياوړتيا ټينګار وكړ او د قزاقستان جمهوررييس د افغانستان د هليكوپترو د ترميم لپاره د خپل هيواد چمتوالى هم څرګند كړ.
په دغه كتنه كې له قزاقستان څخه افغانستان ته د غلو د صادراتو لپاره د يوه كمېسيون په جوړولو هم هوكړه وشوه.
په ورته وخت كې جمهوررييس غني هم د افغانستان او قزاقستان او نورو سيمه ييزو هيوادونو ترمنځ په سوداګرۍ او راكړه وركړه كې د وريښمو لار مهمه وبلله.
د دې سربېره افغان جمهوررييس د تاجكستان له جمهوررييس امام علي رحمان او تركمنستان د جمهوررييس قربان قلي بردي محمدوف سره هم وكتل او له دغه مشرانو سره يې د دوه اړخيزو اړيكو ، د سوداګرۍ او ترانزيتي همكاريو په پراختيا خبرې اترې وكړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

