د پکتيکا ولايت دکرهڼې په رياست کې د ۲۵ ميليونه افغانيوپه ارزښت د زراعت د يوه ګودام د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پکتيکا ولايت دکرهڼې په رياست کې د ۲۵ ميليونه افغانيوپه ارزښت د زراعت د يوه ګودام دجوړېدود بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه ذخيروي ګودام ۱۱۳مټره اوږدوالي او ۲۴ مټره سور لري چې د اړونده وزرات د انکشافي بودجې له لاري په پاخه اواساسي ډول جوړېږې .
د پکتيکاد کرنې رييس صحبت الله خروټي په دې اړه کليدته وويل، دا ګودام د پنځه زره ټنه موادو د خوندي كولو ظرفيت لري چې نږدې ۲۵ ميليونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي او د جوړېدوچاري به يې د يو کال په اوږدو کې بشپړې شي.
خروټي وايې چې په دې ګودام کې به اصلاح شوي تخمونه اوهغه غنم وساتل شي چې د قحطي او ناورين پرمهال پر مستحقو کسانو په خپل وخت ووېشل شي.
د پکتيکا والي محمدالياس وحدت هم د دې ګودام د پرانېستي پرمهال وويل چې د دې ګودام جوړېدل نه يوازي دکرنې رياست اړتياوې پوره کولاى شي، بلکې ټول هغه رياستونه چې د موادو ذخيره کولو ته اړتيا ولري له همدي ذخيروي ګودام نه به ګټه اخلي.
وحدت له نورو، وزراتونوڅخه هم غوښتنه وكړه چې پکتيکا ته په هره برخه کې ځانګړي پاملرنه وکړي، ځکه چې پر وينا يې دا ولايت لا هم ډېرکار ته اړتيا لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


