ads

په لغمان كې ۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان چارواكي د دې ولايت په الينګار ولسوالۍ كې  د ماين چاودنې له كبله د څلور وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي. د لغمان چارواكي د دې ولايت په الينګار ولسوالۍ كې  د ماين چاودنې له كبله د څلور وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.د لغمان د والي وياند سرحدي […]

نویسنده: TKG
3 چنګاښ 1395
په لغمان كې ۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان چارواكي د دې ولايت په الينګار ولسوالۍ كې  د ماين چاودنې له كبله د څلور وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي. د لغمان چارواكي د دې ولايت په الينګار ولسوالۍ كې  د ماين چاودنې له كبله د څلور وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواك كليد ته وويل، تېر ماښام د الينګار ولسوالۍ اړوند د نيمنانيو په سيمه کې د وسله والو طالبانو د مشهور سيمه ييز قومندان ادريس د ګروپ څلور تنو ته هغه مهال د خپل ماين د چاودنې له امله مرګ ژوبله واوښته چې غوښتل يې ماين جوړ او په سيمه کې يې د تخريبي اعمالو د کولو لپاره وکاروي.
هغه زياته کړه، چاودنه د قومندان ادريس د ورور جلال په کور کې رامنځته شوې ده چې د وحيد الله او نصرت الله په نومونو دوه تنه وسله وال په کې وژل شوي او دوه نور په کې سخت ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA